لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ایا د کرونا وایرس ضد اخیستل شوي احتیاطي ګامونه به زمونږ د ورځني ژوند برخه شي؟


هغه احتیاطي تدابیر چې موږ د کرونا وایرس د خپریدو مخنیوي لپاره اخیستې اوس یو عادت جوړ شوی دی، او دا زموږ د معمول برخه ښکاري. ځینې کارپوهانو د کرونا وروسته به څه پیښ شي د هغه په اړه اټکل کړی دی.

زیات هیوادونه د کرونا وایرس پرضد لګول شوي د قرنطین په ګډون بندیزونه نرموي. خو د دې ناروغۍ اثرات به زموږ د ژوند نه سم دلاسه ختم نشي. د امریکا په ګډون د نړۍ په ډیرو هیوادونو کې به ورځني ژوند د تیر وخت په شان نه وي.

ځینې ماهرین وايي چې د کرونا وایرس ضد اخیستل شوي ګامونه د نرمی باوجود د ماسکاو ټولنیز فاصلی ټینګار به دوام ولري. د امریکا په ځیني ایالتونو او د نړۍ په ځیني هیوادونو کې هوټلونه ، ریسټورانټونه ، په ملک کې دننه هوایي سفر او ځمکنی سفر ییا پیل کیږي.

د امریکا د نیمایي نه زیاتو ایالتونو کې د قرنطین بندیزونه نرم شوي دي. د فلوریډا او کالیفورنیا ایالتونو خپل د سمندر غاړی تفریحي ځایونه پرانیستي دي. هوټلونه ، ریسټورانټونه او نور کاروبارونه د خلاصیدو اجازه لري. خو د ماسک اغوستلو او د ټولنیز فاصلې ساتلو شرط موجود دی.

خلک هم دا ګامونه د ځان لپاره غوره ګڼي او نه یوازې په خپله بلکې د نورو نه هم په دغه دعمل کولو غوښتنه کوي.

کوم احتیاطي ګامونه چې موږ د کرونا وایرس پروړاندې نیولي دي ورځ تر بلې موږ ورسره عادت کیږو او داسې لګي چې زموږ د ورځنۍ معمول برخه وي.

د چاپیریال انسټیټیوټ یو کارکوونکی جیمز هالینډ وایي چې په خلکو کې توک کول په یو وخت کې یو بد شی نه ګڼل کیدل. خو د 1918 کال د نړیوال د فلو وبا وروستهموږ زده کړل چې په دغه طریقه توکې اچول بند دي او دا اوس زموږ د عادت برخه ګرځیدلې. هم دغه شانچیرې چې د اوبو نل/ نلکا موجود وی نو هلته به یوازې یو ګلاس و ، خو د ناروغۍ پرمهال منع شوی وو. او د دی ناروغۍ د ختمیدو وروسته دا بندیز زموږ عادت ګرځیدلی دی. ډیر داسې مثالونه شته دي چې پدې لړ کې ورکول کیدی شي.

هم دغه شان د ټولنیز فاصلی ساتل ممکن د کرونا وایرس د ختمیدو وروسته هم دوام ولري ، که هغه په جم، پارک یا ساحل کې وي. د نیو هېوان پوهنتون کې د روغتیا علومو پروفیسر سمټ میکګي وايي چې په جم کې ورزش کولو پر مهال د ماسک اغوستل لږ مشکل لري نو دا ممکن ده عادت نشي جوړ.

خو په ټولنیز فاصلې به څوک اعتراض ونلري، نو دا به دوام ولري. د سنیټائرز استعمال به زیات شي. د لاسونو او غېږه ورکولو، او یو بل د ښکلولو رواج به ورو ورو کم شي.

د نیو هېوان پوهنتون ، پروفیسر سمر میکگی وايي چې کور پورې پاتی کیدل او سفر نه کول به ډیر وخت پورې دوام ونلري. هرڅومره زر چې ویکسین راشي او د دې زور مات شي ، نو خلک به عادي ژوند ته راستانه شي. خلک باید ده خبره یاد وساتي چې د ټنل-سرنګ بل خوا ته رڼا ده او دا کرونا به د تل لپاره نه وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG