لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رپورټ: د هندوستان په مانیپوري ریاست کې ۳۳ قبایلي وسله وال وژل شوي دي


په ریاست کې نسلي فسادات د می په دریمه نېټه د اقتصادي مراعاتو او په سرکاري نوکرو کې د کوټې په سر د دو قبیلو د جنګونو نه پس شروع شول
په ریاست کې نسلي فسادات د می په دریمه نېټه د اقتصادي مراعاتو او په سرکاري نوکرو کې د کوټې په سر د دو قبیلو د جنګونو نه پس شروع شول

د هندوستان په شمال مشرقي ریاست مانيپور کې د نسلي فساداتو نه پس د امنيتي ځواکونو په عملیاتو کې په تېرو څو ورځو کې لږ تر لږه ۳۳ قبايلي وسله وال وژل شوي دي.

د روېټرز خبري ادارې ترمخه، په عملیاتو کې د قبایلي وسله والو د وژل کېدو خبره د ریاست وزیراعلا د اتوار، يکشنبې، په ورځ وکړه.

ای اېف پي خبري اداره وايي په مانیپور کې د اتوار، يکشنبې، په ورځ تازه هم فسادات وشول خو د مرګ ژوبلي کره شمېره په کې نه ده معلومه.

د روېټرز خبري ادارې د رپورټ ټرمخه، د میانمار په سرحد پروت مانیپور ریاست کې په تېرو څو هفتو کې فسادات او نسلي جګړې شوي چې په کې لږ تر لږه ۶۰ کسان وژل شوي او له امله يې ۳۵۰۰۰ پورې کسان په کورونو پرېښودو مجبور شوي دي.

په ریاست کې نسلي فسادات د می په دریمه نېټه د اقتصادي مراعاتو او په سرکاري نوکرو کې د کوټې په سر د دو قبیلو د جنګونو نه پس شروع شول.

د ریاست وزیراعلا اېن بېرن سنګ د اتوار، يکشنبې، په ورځ خبریالانو ته وویل قریباً ۳۳ قبایلي وسله وال وژل شوي دي.

هغه وویل په ملکي کسانو حملو کې د ککړو وسله والو نیولو دپاره د لټون علمات دوام لري او هېلې کاپټرو په مرسته علاقه چاڼولی شي.

د درې اشاریه دوه مېلین ابادۍ ریاست کې امن بحالولو دپاره نوي دلي مانیپور ته د زرګونو په شمېره کې پوځ او نور امنیتي ځواکونه مانیپور ته لېږلي دي.

ای اېف پي خبري اداره وايي مانیپور د چین، بنګله دېش او میانمار سره پوله لري او د مختلفو نسلي ډلو ترمنځ د تاوتریخوالي له امله د باردو پنډ دی. دا میاشت د مېتي قوم او د کوکي قبیلو ترمنځ شروع شو.

په مانيپور کې د مېیتي اکثریت دی چې په مذهب هندوان دي او د ریاست د مرکزي ښار ايمپال چارچاپیره اباد دي. کوکي زیاتره عیسایان دي او د ښار چاپیره غرونو کې اوسېږي.

یادونه: د دې خبر معلومات د ای اېف پي او د روېټرز خبري ادارو د رپورټونه نه اخیستل شوي دي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او ای
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG