د مایکرو سافټ کمپنۍ د مشر بیل کېټس مېرمن ملینډا فرینچ ګېټس وايي په راتلونکو دوو کلونو کې له هغو کسانو او ادارو سره یو ارب ډالر مرسته وکړي چې په نړۍ کې د ښځو او کورنیو د حقونو لپاره کار کوي.
دا په تېرو پینځو کلونو کې دویم ځل دی چې مېرمن ګېټس په شخصي توګه د یو ارب ډالرو مرستې ژمنه کوي. په 2019م کال کې هغې ژمنه وکړه چې د 10 کلونو لپاره به د ښځو د پیاوړتیا او اغېز د پراختیا لپاره مرسته کوي.
د این پي آر د رپوټ له مخې ملینډا ګېټس وايي په دغه تازه اقدام کې به له 12 نړیوالو مشرانو سره 240 میلین ډالر مرسته هم شامله وي.
وایي په هغوی کې د نیوزیلېنډ له پخوانۍ وزیراعظمې جسینډا آرډرن او افغانه ښوونکې او د ښځو د حقونو مبارزه شبانه بسیج راسخ هم وي. وایي دوی هر یو به 20 میلین ډالر فنډ تر لاسه کوي چې په امریکا او نړۍ کې د ښځو د روغتیا په برخه کې پر کار کوونکو ادارو یې ووېشي.
فرینچ ګېټس د دې میاشتې په پیل کې اعلان وکړ چې «بل او ملینډا ګېټس» مرسته کوونکې اداره به پرېږدي او ژمنه یې وکړه چې د ښځو او کورنیو لپاره کار ته پام وکړي.
د ګېټس فاونډېشن له پرېښوولو سره هغې د دې ادارې د یوې برخې په توګه له خپل خاوند بیل ګېټس څخه 12 ارب ډالر تر لاسه کړل، چې پر په نړۍ کې یې پر خپلو خیریه کارونو ولګوي.
ملینډا ګېټس ویلي دي چې د دغو پېسو یوه برخه به په امریکا کې د میندوارو ښځو د حقونو د ملاتړ په چارو ولګول شي.
مېرمن ګېټس په امریکا کې د برابرۍ یوه کلکه دفاع کوونکې بلل کېږي او نیویارک ټایمز ته یې په خپله یوه لیکنه کې په امریکا کې د نابرابرۍ په اړه څرګندونې کړې دي او په دې اړه یې ناخوښي څرګنده کړې ده. هغې لیکلي:
"په اقتصاد، روغتیا او حکومتدارۍ کې لسګونه تحقیقات شوي او معلومه کړې یې ده چې په ښځو او نجونو باندې پانګونه د ټولو په ګټه ده".
ملینډا ګېټس په امریکا کې د زېږون په مهال د میندو مړینې ته په اشارې ویلي دي چې تور او ځایي امریکایان له دې پلوه له ډېر خطر سره مخامخ دي. نوموړې د امریکا په ځینو ایالتونو کې د حمل د ضایع کولو په اړه لیکلي دي:
"ښځو په 14 ایالتونو کې په هر ډول حالاتو کې د خپل حمل د ختمولو حق تقریباً بایللی دی. موږ یواځینی پرمختللی هېواد یو چې هېڅ ډول با معاشه کورنۍ [له زېږون وروسته] رخصتي نه لرو".
فرینچ ګېټس ویلي دي چې په امریکا کې د هغو پېغلو شمېر په یوه لسیزه کې ډېر وو، چې د ځانوژنې فکرونه تجربه کوي او په دوامداره ډول د زړه تنګۍ او ناامیدۍ احساس کوي.
هغې ویلي دي چې په دې وروستیو اونیو کې یې په امریکا کې هغو فعالو ډلو ته د مالي مرستو مشري پیل کړې ده چې په ټولنه کې د ښځو د حقونو د ساتنې او د هغوی د پیاوړتیا او اغېز لپاره کار کوي.
د بیل او ملینډا ګېټس فاونډېش په نړۍ کې یو لوی خیریه بنسټ ګڼل کېږي، چې د نړۍ دوه بیلینران یا ارب پتیان بل ګېټس او وران بفت یې ډېرې مرستې برابروي.
Forum