لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

یو کیڼ اړخی د مکسیکو نوی صدر وټاکل شو


اندرې مانویل لوپز اوبرادور وایي خپل د ژوند غریبانه سټایل به وساتي

د مکسیکو د ولسمشرۍ انتخابات، اندرې مانویل لوپز اوبرادور وگټل او د هغه هیواد نوی صدر وټاکل شو. څلورشپیته کلن لوپز اوبرادور چې کیڼ اړخی سیاستوال دی، د څو لسیزو راهیسي په سیاست کې ښکیل و او د مکسیکو د پخوانیو ځایي خلکو د حقونو دفاع یې کوله.

د امریکې صدر، ډانلډ ټرمپ، د مکسیکو نوي ټاکل شوي صدر ته مبارکي ورکړې او پخپل تویټر کې یې لیکلي چې: "اندرې مانویل لوپز اوبرادور ته دې د مکسیکو د نوي صدر په توگه ټاکل کیدل، مبارک وي. زه هغه سره کار کولو ته ډیر سترگې په لاره یم. د کولو لپاره ډیر څه شته چې د متحدو ایالاتو او مکسیکو، دواړو په گټه تمام شي."

لوپز اوبرادور، د اتوار ـ یکشنبې په ورځ پخپله وینا کې، له امریکې سره د ښو تعلقاتو غوښتنه وکړه. هغه وویل: "موږ به د امریکې له ریاست سره د ملگرتوب او پرمختگ پر بنسټ، د تعلقاتو د ساتلو په لټه کې شو، داسې تعلقات چې همیش پکې دوه اړخیز احترام نغښتی وي او زموږ د هغو وطنوالو مهاجرو خیال هم پکې وساتل شي کوم چې په هغه هیواد کې اوسیږي او کار کوي."

د مکسیکو نوي ولسمشر ژمنه وکړه چې د هیواد دننه به د فساد له منځه وړل، د هغه لومړنی کار وي او هغه به د مکسیکو خلک ناامیده نه کړي.

د انتخاباتو د لومړنیو نتایجو د اټکل له مخې، لوپز اوبرادور د ٥٩ ـ ٥٣ فیصدو پورې رایې گټلي چې له خپلو دوو غټو سیالانو پرتله، ډیر مخکې دی.

د لوپز اوبرادور دواړو غټو سیالانو، خوزه انتونیو مید او ریکاردو انایا، خپلې ماتې منلي دي او هغه ته یې د بریا هیله کړې ده.

دا لومړی ځل دی چې د لوپز اوبرادور گوند، چې د نوي نسل د غورځنگ پارټي یادیږي، د ولسمشرۍ په انتخاباتو کې یې برخه واخیسته. په دې انتخاباتو کې، د لوپز ابرادور گوند، له دوو نورو گوندونو سره ائتلاف جوړ کړی و چې یو یې کیڼ اړخی او بل یې ښي اړخی دی.

همدا راز، په تیرو څلورو لسیزو کې، دا لومړی ځل دی چې په مکسیکو کې یو کیڼ اړخی گوند د ولسمشرۍ انتخابات گټي او واک ته رسیږي.

لوپز اوبرادور، پخوا د مکسیکو د سرښار، مکسیکو سیټي ښاروال و او تر اوسه یې غریبانه ژوند لرلی دی. هغه ژمنه کړې چې د خپل د ژوند همدا غریبانه سټایل به، د ولسمشرۍ پر مهال هم وساتي.

XS
SM
MD
LG