لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د میکسیکوپه خلیج کې د خام تیلو اخراج دوام لري


امریکائې چارواکې د میکسیکو په خلیجې د خام تیلو په اخراج اندیښمن دي

یوه میاشت وړاندې دامریکې ساحل سره نزدې د میکسیکو په خلیج کې د سمندر په تل کې د تیلو یو کوئې کې د چاؤدنې له امله ١١ کارکونکې ووژلی شول.
د چاؤدنې سره سم د کوئې نه د خام تیلو بهیدل شورو شول چې اوس هم بهیږي او په ساحل آبي حیات د پاره يي خطر رامنځته کړی.
د امریکې د لویزیینا ریاست ساحل د خام تیلو نه دا وخت تر ټولو زیات متا‏ثره شوی دی. په ساحل د سمندري مارغانو جالې د خام تیلو د لاندې راغلې دې.
د امریکې د کورنو چارو سکتر کین سالازار وائې د تیلو په وجه چاپیریال ته بې کچه زیان رسیدلی دی او هغه ددې ذمه واري د تیلو په کمپنۍ بي پي باندې اچولې ده، چې د میکسیکو په خلیج کې يي د تیلو زیان من شوی کوئې کنستلو.
کین سالازار وویل چې د بي پي په وجه گډوډی رامنځته شوی دی او ماحول ته بې کچه نقصان رسیدل دی.
هغه وویل چې بي پي کوئې نه د تیلو بهیدل نشي بندولی او حکومت باید د چارو واگې په خپلو لاسو کې واخلي.
خو د امریکې د ساحلي تحفظ ادارې یا کوسټ گارډ مشر ایډمرل تهیډ ایلن وائې چې غیر حکومتي کمپنۍ په دي مد کې ډیره تجربه لري او کې دوي لمنځه لرې کړی شي نو ددوي په ځائې به څوک د تیلو د صفائې کار کوي؟
د بې پي یو چارواکی وائې کمپنۍ تر داوخت د تیلو په صفائې ٧٦٠ میلینه ډالرې خرڅ کړې دي.
هغه وائې هر تن د خام تیلو په سمندرکې په بهیدو پریشانه دی او غواړي چې ددې زر تر زره مخنیوی ووکړی شي.
د لویزیینا گورنر یا والي بابي جندل وائې خام تیل نه یواځې د ریاست د ساحل د پاره خطر دی بلکه ددې په وجه په جنوبي لویزیینا کې د خلکو ژوندونه هم د خطر سره مخ شوې دي.
بې پي تر دا وخت د کوئې بندولو د پاره یو شمیر طریقې استعمال کړې دي خو یوه هم نه ده کامیابه شوې . کمپني وائې اوس به په نوي طریقه د کوئې د بندولو کوشش کوي چې سیمټ او غټه به پکښې استعمالیږي.
سائنس پوهان وائې د میکسیکو په خلیج کې تر دا وخت ٢٣ میلینه لیټره خام تیل سمندر کې گډ شوې دي چې د امریکې په تاریخ کې تر ټولو زیات اخراج دی. ددې نه وړاندې په کال ١٩٨٩ ۴٢ میلینه لیټره تیل په الاسکا کې بهیدلې ؤ.

XS
SM
MD
LG