لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

په منځني ختیځ کې په مختلفو محاذونو جګړې دوام لرلو، لږ تر لږه ۱۶ کسان په کې وژل شوي


د لبنان په خیام کلي کې د اسرایل او د حزب الله د جګړې یو منظر لیدل کېږي
د لبنان په خیام کلي کې د اسرایل او د حزب الله د جګړې یو منظر لیدل کېږي

په منځني ختیځ کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ په مختلفو محاذونو جګړې دوام لرلو او لږ تر لږه ۱۶ کسان په کې ووژل شوو.

پينځه کسان د اسرایل په شمال کې د لبنان څخه په ويشتلو شویو وسلو کې ووژل شوو. د چارواکو په وېنا په اسرایل کې په وژل شویو کسانو کې څلور غېر ملکي امدادي کارکوونکي او یواسرایلي کروندګر شامل دی. په لبنان کې چارواکو وویل د اسرایل په بمبارۍ کې لږ تر لږه اته کسان ووژل شوو چې د صحت شپږ کارکوونکي هم په کې شامل دي.

د دې نه مخکې په رپورټونو کې وېل شوي وو چې په مقبوضه وېسټ بېنک د اسرایلي چاپې په مهال لږ تر لږه درکسان وژل شوي وو.

اسرایلي پوځ وویل په شام کې د حزب الله د وسلې په ګودامونو او په مرکزونو يې حملې وکړې. اسرایلي پوځ وویل حزب الله د لبنان د سرحد سره نږدې په شام کې وسلې ذخیره کوي او بیا يې لبنان ته سمګل کوي.

اسرایل د لبنان په مشرقي سیمه بعلباک کې پرله پسې په دویمه ورځ هم په ځینو علاقو کې خلکو ته کورونو نه د وتلو هدایات جاري کړل. د شورو، چهارشبې، په ورځ اسرایل د دې ښار په شا او خوا سیمو کې د حزب الله په هدفونو درنه بمباري وکړه. دا ښار د رومن دور زړو اثارو دپاره شهرت لري.

امریکايي چارواکو په اسرایل کې د اسرایلي چارواکو سره په لبنان او په غزه کې د ډزبندۍ په موضوع خبرې اترې وکړې. اسرایل په لبنان کې د حزب الله او په غزه کې د حماس خلاف جنګېږي. د ایران حمایت یافته دواړه ډلې امریکې ترهګر تنظیمونه ټاکلي دي.

اسرایلي وزیراعظم بېنجمن نېټن یاهو د اسرایل په دوره امریکايي استازو، اېموس هاکسټاین او د منځني ختیځ دپاره امریکايي مشیر برېټ مېکګرک ته وویل د ډزبندۍ په شرط کې پکار ده چې د اسرایل د امنیت ضمانت هم شامل وي.

په یروشلم کې د امریکايي چارواکو سره دملاقات وروسته د نېټن یاهو دفتر په یو بیان کې وویل اسرایلي وزیراعظم دا خبره واضحه کړه چې د یوې یا د بلې معاهدې دپاره کاغذي کاروايي بنیادي مسله نه ده بلکې د اسرایل دا عزم او صلاحیت دی چې د معاهدې عملي کېدل یقیني کړي او هېواد ته د لبنان څخه د خطر مخنیوي وکړي.

د خبرو محور د ۶۰ ورځو دپاره په ممکنه توګه ډزبندي او د ملګرو ملتونو د سېکیورټي کاونسل په ۱۷۰۱ قرارداد عملدارامد یقیني کول وو. په قرارداد کې غوښتنه شوې چې خزب الله به خپل وسله وال د اسرایل د پولې نه لرې کوي.

د حزب الله نوي مشر نعیم قاسم د شورو، چهارشنبې، په ورځ په ټېلې وېژن نشر شوي تقریر کې وویل تر هغه وخت پورې به د اسرایل خلاف جنګېږي تر څو چې ورته اسرایل د ډزبندۍ د منلو وړ تجویز نه وي وړاندې کړی.

د لبنان د صحت وزارت ترمخه، د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د صحت د شپږو کارکوونکو د وژل کېدو سره په جنګ کې د روغتیا کارکوونکو د وژل کېدو شمېره په تېر یو کال کې ۱۷۸ ته ورسېدله. د لبنان د صحت وزارت ترمخه ۲۷۹ د صحت نور کارکوونکي په جنګ کې زخمیان شوي هم دي.

حزب الله وویل د زیارت، پنجشنبې، په ورځ يې د خیام کلي سره نږدې په اسرایلي ځواکونو د راکټونو او د توپو حملې وکړې. دا څلورمه ورځ ده چې په دې علاقه کې جګړه دوام لري. د غره دپاسه اباد دا کلي په لبنان کې د شیعه اکثریت په لویو کلیو کې شامل دی.

د حزب الله یوې سرچینې روېټرز خبري ادارې ته وویل حزب الله کوښښ کوي چې اسرایلي ځواکونه د خیام نه لرې وساتي چې دا ډول په کلي کې کورونه او ودانۍ تباه نه کړی شي څنګه چې د لبنان په نورو علاقو کې کړي دي.

حزب الله وايی وسله والو اسرایلي ځواکونو په جنوبي لبنان کې کلي د نیولو نه منع کړي دي. اسرایلي پوځ وايي په سیمه کې په محدوده کچه عملیات کوي چې هدف يې د حزب الله بنیادي سهولتونه تباه کول دي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG