لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا خارجه وزیر د جنرال قاسم سلیماني د وژلو دفاع کړې


د امریکا د خارجه چارو وزیر ماېک پمپیو د بغداد په هوایي ډګر یا اېیر پورټ د هغه امریکا ډرون برید په کلکه دفاع کړې په کوم کې چې د ایران قدس ځواک جنرال قاسم سلیماني وژل شوی.

خو ښاغلي پمپیو تر اوسه په ښکاره د صدر ټرمپ انتظامې لخوا د دغه دعوو څه ثبوتونو وړاندې کولو نه انکار کړی چې ګنې قاسم سلیماني په منځني ختیځ کې په امریکايي پوځ او امریکايي چاروکو د بریدونو پلانونه جوړول.

د اتوار په ورځ یو شمیر امریکایي مطبوعاتو سره د خبرو په وخت ماېک پمپیو ویلي چې سلیماني ته دا اجازه ورکول ٫٫ چې خپل ترهګر فعالیتونو پلان او عملي کړي٬٬ په هغه شوي ډرون برید په مقابله کې یو لوې خطر وو.

ماېک پمپیو څو څو وارې د هغه شواهدو ښکاره کولو ډډه وکړه چې امریکا ګڼي سلیماني تیارول.

د امریکا فاکس نیوز سره د خبرو په وخت نوموړي ویلي ٫٫ داسې ساده شایان شته چې مونږ يې نه شو په ډاګه کولی.٬٬ نوموړي ویلي ٫٫ تاسو د دغه استخباراتي معلوماتو سرچیني باېد خوندې وساتۍ.٬٬

د سي اېن اېن خبري ادارې سره د خبرو په وخت ماېک پمپیو زیاته کړې امریکايي چارواکي به په قاسم سلیماني شوي ډرون برید په اړه معلومات خپرول جاري ساتي خو په دې شرط ٫٫ زمونږ د استخباراتو سرچینې او طریقې او ډیره مهمه دا ده چې زمونږ د کار کولو اهلیت خوندي وساتل شي او په دې خبره پوهه شو چې کوم څه مونږ ته خطر جوړولی شي. تاسو به کله هم نه غواړۍ چې خپل استخبارات په خطر کې واچوئ.٬٬

په قاسم سلیماني د حملې وروسته د جمعې په ورځ د امریکا صدر ډانلډ ټرمپ ویلي وو ٫٫ مونږ تیره شپه دغه ګام د جنګ مخه نیولو لپاره پورته کړی. مونږ دغه کار د جنګ شورو کولو لپاره نه دی کړی. د ایراني ریجیم په دغه سیمه کې لاس وهنه، او د پټو جګړو په لار په ګاونډي هیوادونو کې اړی ګړی پیدا کول باید اوس ختم شي.٬٬

د ایران روحاني مشر ایت الله علي خامینايی ژمنه کړې چې د سلیماني د مرګ بدل به اخلي. د نوموړي ستر پوځي سلاحکار بریګېډیر جنرال حسین دیغان د امریکا سي اېن اېن ټي وي سره په خبرو کې ویلي ٫٫ د ایران ځواب به خامخا پوځي وي او د پوځي احدافو پرضد به وي.٬٬

هم د اتوار په ورځ عراق په رسمي توګه د ملګرو ملتونو سرمنشي او امنیتي شورا کې په عراقي خاوره ترسره شوي میزاېل برید پرضد شکایت کړی. د عراق خارجه وزیر دغه برید ٫٫ د عراق د سالمیت او په عراق کې د امریکا د موجودګۍ ښکاره سرغړونه بللې. عراق د ملګرو ملتونو نه غوښتنه کړې چې دغه برید دې وغندي.

د تازه خبرونو ترمخه په بغداد کې د امریکا دسفارت سره نژدې دوه راکټي بریدونه شوي. دغه بریدونه د بغداد ښار د سختي امنیتي برخې یا ګرین زون کې شوي چرته چې ګڼ شمیر خارجي سفارتخانې دي. تر اوسه په دغه بریدونو کې د شوو تاوانونو په اړه څه رپورټونه نه دي راغلي.

تیره اونۍ ایران پلوه مظاهرچیانو د امریکا سفارت امنیتي پوستو باندې ورغلي وو او د میلمنو د ځاې پورې يې امنیتي دیوالونه مات کړي وو.

XS
SM
MD
LG