لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

صدر اوباما وايي يوکرين کې پوځي مداخلت امکان نه لري


صدر براک اوباما ووئيل که چرته روس د يوکرين په ختيز کې په اړي گړي کمولو کې ناکامه کيږي . نو امريکا او يورپ به پرې سخت غبرگون ښکاره کوي
صدر براک اوباما ووئيل که چرته روس د يوکرين په ختيز کې په اړي گړي کمولو کې ناکامه کيږي . نو امريکا او يورپ به پرې سخت غبرگون ښکاره کوي
د امريکې صدر براک اوباما وئيلي چې د زيارت په ورځ جنېوا کې د يوکرېن د اړي گړي ختمولو په منصوبه صلاح شوې ، او نوموړي هيله څرگند کړې ده چې په دغسې کولو به يوکرين کې امن په ځايي شي .
واشنگنټن کې خبريالانو سره خبرو کې صدر براک اوباما ووئيل که چرته روس د يوکرين په ختيز کې په اړي گړي کمولو کې ناکامه کيږي . نو امريکا او يورپ به پرې سخت غبرگون ښکاره کوي . خو نوموړي ووئيل چې پوځي مداخلت هيڅ امکان نه لري .
اوباما ووئيل چې روس باندې د وړاندې نه بنديزونه لگول شوي او د هغويې اقتصاد اغېزمن شوی دی . او نور بنديزونه حالات لا نور خرابولے شي .
صدر براک اوباما خپلو خبرو کې ووئيل ٫٫ مونږ د روس د عامو وگړو اغېزمند کولو دلچسپي نه لرو ، زمونږ ترجيح د پيوټن هغې خبرې منلو ته اماده کول دي ، کومه چې د جنېوا په غونډه کې مخې ته راغلې ده . خو تراوسه پورې چې مونږ څه ليدلي نه وي باور پرې نه شو کولی ٬٬ .
له دې وړاندې د يوکرين په شخړه د زيارت په ورځ جنېوا کې د امريکې ، روس ، يوکرين او يورپ استازو يوه غونډه کې په گډه په دې خبره صلاح شوې وه ، چې د يوکرين لانجه به ختمولی شي .
د امريکې او روس خارجه وزيرانو د غونډې وروستو وئيلي وو ، چې د يوکرين په لانجې ختمولو يوه لوظنامه شوې او د هغې لاندې به د يوکرين په سړکونو موجود وسله وال وسله ږدي او هلته به د موجود فشار کمولو لپاره څارونکي هم ځائې په ځائي کولی شي .
له دې وړاندې د روس صدر ولادې ميرپيوټن په خپل يو بيان کې وئيلي ؤ ، چې هغويې ته په يوکرين کې د روسي ويونکو د حفاظت دپاره د پوځ لېږلو حق حاصل دی ، ولې هغه دا هيله هم څرگند کړې وه چې د دغې حق کارول به منځ ته رانشي .
د يوکرين په ختيز کې د تېرې اوونۍ راهسې روس پلوه وسله والو سرکاري وداني په قبضه کې اخېستي ، او د هغويې په ضد د يوکرېن حکومت عمليات هم پيل کړي وو .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG