لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

د امریکا ملکه حسن وائې د عرب مسلمانانوعکس بدلول غواړي


٢۴ کلنې ریما عرب نژادې ریما فقیح د کال ٢٠١٠ د پاره د امریکې د ملکه حسن مقابله گټلې

د سږ کلا د پاره د امریکا ملکه حسن ریما فقیح عرب نژاد ده وائې امریکا کې د عرب امریکنیانو په حقله د خلکو تاثر بدلول غواړي

د کال ٢٠١٠ د امریکې مقابله حسن یا مس امریکا ریمافقیح گټلې ده. هغه وړمبۍ عرب امریکنۍ او مسلمانه ښځه ده چې د مقابله حسن تاج ورته په سر کړی شوی دی.
که څه هم ځنې مسلمانان د ریما فقیح په مقابله حسن کې د گډون او دگټې ملاتړ کوي خو څه خلک وائې چې هغې د اسلامي اقدارو خلاف ورزي کړې خو ریما خپله وائې چې غواړي امریکا کې د عرب امریکین یانو په حقله د تاثر بدل کړي.
ریما قفیح په لبنان کې ځگیدلې، د امریکا نیویارک ښار کې لویه شوې خو اوس هغه مشیگن ریاست ډئیربورن ښار ته خپل کور وائې. د ملکه حسن د پاره مقابله کې هغې هم د مشیگن ریاست نمائیدگي کوله.
د ډیئر بورن په باره کې هغه وائې کې څوک د لبنان نه ډئیر بورن ته راشې نو هغه ته به نه محسوسیږي چې گنې د لبنان نه بهر دی. ډئیر بورن په گرده امریکا کې د عربانو ترټولو زیاته ابادي لري او هم اکثرخلک د هغې ملاتړې کوي.
عماد هماد امریکن عرب اینټې ډسکریمینشن یا د تعصب خلاف کمیټۍ غړی دی، ریما فقیح په گټه خوشحاله دی. هغه وائې د ریما گټه ښاې چې امریکا کې مهاجرت کونکو ته هم د مخکښې تللو د پاره برابرې موقع ورکړی کیږي او هم په دې وجه دوې په امریکائې اقدارو فخر محسوسوي.
خو ځنې مسلمانانو د ریما فقیح د عقیدې په حقله پوښتنې راپورته کړې دي. ریما شیعه مسلمانه ده او ځنې خلک وائې چې هغه د مسلمانانو د اقدارو نمائدگي نه کوي ځکه چې د ملکه حسن مقابله کې هغې د لامبو بې باکه جامې اچولې وې.
په ډئیر بورن کې د عربۍ ژبې هفته وارې مجلې مدیراوسامه سبلاني وائې چې ریما د مسلمانانو د پاره د تلقید مثال نه دی خو هغه دا هم وائې چې داد نا انصافۍ خبره ده چې د ریما د مذهب نه دې مسله جوړه کړی شي. هغه وائې چې د ملکه حسن د مقابلې او انتخاب د پاره خپل ضوابط دي او د گټې فیصله نه خو د مذهب او نه د نسل په بنیاد کیږي.
ریما فقیح د خپلو خیالاتو څرگندونه د وائس اف امریکا سره یوې مرکه کې کړې وائې چې په مسلمانه کورنۍ کې پیدا شوې خو په ټبر کې يي د کیتهولیک فرقی عیسایان اود نورو مذهبونو مننونکې هم شته.
ریما وائې چې پلاريي تربیه په ازاد خیاله ماحول کې کړې چې مذهب پکښې د کردار تعین نه کوي. ریما زیاتوي چې دوې ځان ته ازاد خیاله مسلمانان وائې.
هغې زیاته کړه چې غواړي دعرب مسلمانانو په حقله تاثر بدل کړې. هغه وائې چې دا خبره به چرې هم هیره نه کړې چې هغه نسلاً عرب ده او هم دا په امریکا کې د هغې شناخت دی.
ریما فقیح وائې چې د امریکې مقابله حسن یا دمس امریکا مقابله گټلو ورسته بل پړاؤ يي د اگست په میاشت کې کیدونکې مس یونیورس یا دنړۍ په کچه د ملکه حسن مقابله کې برخه اخستل دي. دغه مقابله به د امریکې په لاس ویگس ښار کې کیږي.

XS
SM
MD
LG