لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

اسلام اباد : پاکستان د بيلسټک ميزائيل کاميابه تجربه کړې


اسلام اباد : پاکستان د بيلسټک ميزائيل کاميابه تجربه کړې
اسلام اباد : پاکستان د بيلسټک ميزائيل کاميابه تجربه کړې

پاکستان د نهې په ورځ دمينځنۍ فاصلې پورې وار کوونکي دبيلسټک ميزائيل حتف پنځم غوري کاميابه تجربه کړې ده.
دپاکستان دپوځ دعامه اړيکو څانگې يا ائي ايس پي ار ترمخه دغه ميزائيل دروايتي وسلو ترڅنگ دايټمي وسلو وړلوتوان هم لري او تر 1,300ؤ کلو ميټرو فاصلې پورې خپل هدف صحيح په نخښه کولى شي.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري او وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دپاکستان پوځ او دميزائيل په تيارۍ کې شاملو نورو ادارو ته په دغه کاميابه تجربه مبارکي ورکړې ده.
وزيراعظم يوسف رضا گيلاني سائنس پوهانو او نورو انجنئيرانو ته وئيلي دي تاسو دقام سر دوياړ څخه اوچت کړى او مونږ ستاسو غوره کار ستائيو.
وزيراعظم وئيلي دي بايد په دې حقله هيڅ شک ونۀ شي چې دپاکستان پوځ پيشه وارانه دى او هرقسمه جارحيت په ضد دهيواد دتحفظ توان لري.
دپاکستان روايتي حريف هند په روانه مياشت کې دلرې پورې وار کوونکي ميزائيل اگني دوهم دعصري تشکيل ناکامه تجربه کړې وه.
چارواکي وئيلي ؤ دغه ميزائيل تر 2,500ؤ کلو ميټرو پورې لرې فاصله کې خپل هدف په نخښه کولى شي.
ايټمي توان لرونکي دواړه هيوادونه وخت په وخت دميزائيلونو تجربې کوي او چارواکي وائي په دغه هکله دوړاندې څخه اطلاع ورکولى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG