لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مودي په دريم ځل د هند د وزير اعظم سوګند پورته کوي، پلويانو يې ملاتړ اعلان کړی


د هندوستان په جمهوري تاريخ کې دا په وړومبي ځل کيږي چې څوک په دريم ځل وزير اعظم منتخب کيږي. د هغه انتخابي پلويانو د مودي د کينډيټ کېدو ملاتړ اعلان کړی دی. د مودي ګوند بهارتيا جنتا پارټي په انتخابونو کې د پارلمان اکثريت بايللی دی.
د هندوستان په جمهوري تاريخ کې دا په وړومبي ځل کيږي چې څوک په دريم ځل وزير اعظم منتخب کيږي. د هغه انتخابي پلويانو د مودي د کينډيټ کېدو ملاتړ اعلان کړی دی. د مودي ګوند بهارتيا جنتا پارټي په انتخابونو کې د پارلمان اکثريت بايللی دی.

د هند وزير اعظم نرېندرا مودي امکان دی په اتم جون په دريم ځل د نړۍ تر ټولو ستر جمهوريت هندوستان د وزير اعظم په توګه سوګند پورته کړي.

د هندوستان په جمهوري تاريخ کې دا په وړومبي ځل کيږي چې څوک په دريم ځل وزير اعظم منتخب کيږي. د هغه انتخابي پلويانو د مودي د کينډيټ کېدو ملاتړ اعلان کړی دی. د مودي ګوند بهارتيا جنتا پارټي په انتخابونو کې د پارلمان اکثريت بايللی دی.

مودي يو مقبول ولسي مشر دی او د کال 2014 د انتخابي ګټې وروستو يې د هند سياسي واک په خپل لاس کې ساتلی خو دا به په وړومبي ځل وشي چې نرېندرا مودي به د راتلونکي واک د پاره خپلو سيميزو ملاتړو ګوندونو ته اړتيا ولري. د دغو ګوندونو وفادارۍ په تېر کې يو اړخ بل اړخ ته اوړېدلي او څېړونکي ګڼي داسې حالت به د حکومت د اصلاحاتو ايجنډا هم اغېزمنه کړي.

د شورو، چهارشنبې په ورځ د مودي د نيشنل ډيموکريټېک الاينس کواليشن دوو ملاتړ کونکو ګوندونو د تيلګو ډيسام پارټي (ټي ډي پي) چې په سويلي ايالت اندرا پرديش کې يې مهمه سيميزه ملاتړې ده او متحده جنتا دل ګوند (جی ډي يو) چې په بهار کې واکمني لري د مودي د وزير اعظم جوړېدو ملګرتيا اعلان کړې ده.

د ټي ډي پي مشر چندرا بابو نايدو خبريالانو ته ويلي د شورو په ورځ د بي جی پي په مشرۍ کې کېدونکې غونډه کې ګډون کوي او وايي “مونږ د اين ډي ای سره يو او زه به نن په ډيلي کې رابلل شوې غونډې ته ورځم”.

مودي خپله استعفا د شورو په ورځ صدر ډراوپډي مارمو ته حواله کړه. د دې نه وړاندې د کابينې په غونډه کې د پارلمان د ماتولو پرېکړه شوې وه او دا د مودي د نوي حکومت جوړولو نه وړاندې اييني غوښتنه وه چې پوره کړل شوه.

د مودي نوې کابينه د هندي ميډيا ترمخه امکان دی د خالي، شنبې په ورځ سوګند پورته کړي. اين ډي ای د 543 غړو په پارلمان کې 293 څوکۍ ګټلي او نوي حکومت جوړولو له د 272 غړو ضرورت دی چې د اتحاد سره د وړاندې نه موجود دي.

د مودي خپل ګوند بي جی پي په خپل سر 240 څوکۍ ګټلي او د څېړنيزې ادارې موډي ترمخه د ياد ګوند کمزوري حيثيت د هند د راتلونکې ترقۍ رفتار اغېزمنولی شي.

د اتحاد دواړه غړي ګوندونه ټي ډي پي او جی ډي يو د اقتصاد په حقله نرمه رويه لرونکي ګڼل کيږي خو ولې د مودي نوي حکومت له به پيسې پيدا کول وي چې په دغو ايالاتونو کې يې د خير ښېګړې په منصوبو ولګوي.

د جاج اخستلو يوه بله اداره فېچ وايي کمزوری حکومت به د ننګونو سره مخ وي خو ګڼي چې “د کم اکثريت اخستلو باوجود مونږ ګڼو چې په لويه کچه به پاليسيانې په ځای پاتې شي چې د ترقۍ پايه په مخه روانه وساتي، په کاروبار کې اسانتياوې راوړي او مالي چارې په ترتيب مظبوطې کړي”.

ميډيا وايي د مودي د دور ځلا تته شوې ده او د انډين ايکسپرېس غټه سرخي ليکي “انډيا اين ډي ای ته په دريم ځل حکومت ورکړو او مودي ته يې پيغام”.

د انتخابي کمپين په وروستيو ورځو کې په اکثريتي هندوانو بيا د مرستې غږ کړی و او اپوزيشن يې د لږکيو مسلمانانو په ملاتړ کولو تورن کړی و.

خو د خپل اکثريت نه ګټل د بی جی پي ځينې پاليسيانې لکه د ټولو مذهبونو د پاره يو شان تګلاره جوړول چې ځينې مسلمانانو يې مخالفت کړی به هم شاته لاړې شي ځکه چې د مودي سيميز ملاتړي د لږکيو په اړه د زغم پاليسي لري.

بي جی پي په دوو غټو ايالاتونو اوتر پرديش او مهاراشټرا کې چې په پارلمان کې تر ټولو زيات په ترتيب 80 او 48 سيټونه لري د بدې ماتې سره مخ شوې.

په اوتر پرديش کې بي جی پي د کال 2019 په انتخابونو کې 62 سيټونه ګټلي وو او دې ځل يې 33 څوکۍ ګټلي او دغه رنګ د هند تر ټولو مالداره ايالت مهاراشټرا چې د تجارت او کاروبار مرکز ممبۍ هم پکې راځي د تېر انتخابونو د 23 سيټونو ګټلو په مقابل کې دې ځل يوازې نهه سيټونه ګټلي دي.

د مودي خپل سيټ چې د هندوانو د مقدس ښار وراناسي چې د اوتر پرديش برخه ده د تېر انتخاب د نزدې پينځه لکه ووټونو د ګټې په مقابل کې دې ځل د يو نيم لاک خوا و شا ووټونو سره ګټل شوی دی.

د اپوزيشن انډيا الاينس چې د کانګرس ګوند راهول ګاندهي يې مشري کوي 230 سيټونه ګټلي چې يوازې کانګرس پکې 99 څوکې وړي. کانګرس په تېر انتخابونو کې 52 سيټونه ګټلي وو.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG