لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مودي: په لداخ کې د موږ د خاورې غوښتونکو ته مناسب ځواب ورکړل شوی دی


نریندر مودي ویلي هغه څوک چې په لداخ کې د هند خاورې ته ګوري دوی ته به سخت ځواب ورکړل شي.

د هند وزیراعظم نریندر مودي ویلي هند هغو کسانو ته مناسب ځواب ورکړ چې په لداخ سیمه کې د هند خاورې غوښتونکوي وو.

نریندر مودي د اتوار- یکشنبې په ورځ په همالیا کې په لانجمنه پوله د چین ځواکونو سره د تاوتریخوالي پرمهال چې 20 هندي عسکر پکې ووژل شول په اړه ویلي هغه څوک چې په لداخ کې د هند خاورې ته کاږه ګوري دوی ته به سخت ځواب ورکړل شي.

ښاغلي مودي په خپلې ریډیویي وینا کې وویل چې هندي ځواکونو وښودله چې دوی به خپل ویاړ ته زیان ونه رسوي.

هغه وویل: "که هند ته ملګرتیا کول ورځي، نو هغه ته په سترګو کې سترګې ورکول او مناسب ځواب ورکول هم ورځي. زموږ زړورو عسکرو وښودله چې دوی به هیڅکله اجازه ورنکړي چې د مور انډیا (هند) ویاړ ته زیان ورسیږي. "

بلخوا د چین حکومتي پوځي ورځپاڼې چائنه نېشنل ډیفنس ادعا کړې چې دوی د خپلو ځواکونو روزنې لپاره تبت سرحد ته 20 د مارشل ارټ هنر روزنکي لېږلي دي.

د رپوټونوترمخه د چين خبري رسنۍ سي سي ټي وي ويلي د انبو فایټ کلب 20 غړي به د تبت په پایه تخت لاهسا کې ميشت وي ، که څه هم چيني رسنيو دا نه ده تائيد کړې چې دوی به د هند سره په پوله کې د سرتيرو روزنه کوي.

چائنه نېشنل ډیفنس ویلي نوي ځواکونه د پولې پیاوړي کولو او د تبت د ثبات په هدف ګمارل شوي دي.

په 1996کال کې د هند او چین ترمنځ شوي تړون په اساس هیڅ اړخ په سیمه کې نه وسلې او چاودیدونکي توکي کاروي.

د جون په 15 نېټه په لداخ کې د چین او هندي عسکرو لاس په لاس جنګ کې 20 هندي عسکر وژل شوي وو. چین تراوسه نه دي ویلي چې آیا د دوی کوم تلفات شوي دي او که نا؟

په پوله د تاوتریخوالي راپارېدو وروسته د چین او هند اضافي ځواکونه د لداخ په سیمه کې یو بل ته مخامخ پراته دي.

د چین او هند دواړو هیوادونو تر منځ د 3500 کیلومیټره اوږده پوله تر اوسه په مستقل توګه نه ده ټاکل شوې. دواړه هېوادونه د سرحد د ټاکلو په اړه بیلابیل نظرونه لري. په1962 کال کېد سرحدي شخړې په اړه د دواړو هېوادونو ترمینځ جګړه هم شوې ده.

XS
SM
MD
LG