لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

مومندو کې د عملياتو په وخت 18جنگيالي وژل شوي دي


امنيتي ځواکونو دمومند ايجنسۍ په مختلفو سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړي چې پکې 18 جنگيالي وژل شوي او دهغوي 10 ځالې هم تباه کړل شوي دي.

د پاکستان قبائيلي سيمې مومند ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دگن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو لخوا ترسره شوې گوله بارۍ کې لږ ترلږه 18 جنگيالي وژل شوي او دهغوي گڼ شمير ځالې هم له مينځه وړل شوي دي.
په سيمه کې موجود يو لوړپوړي انتظامي چارواکي مقصود امين بهرني خبري اژانس سره په خبرو کې ددغو عملياتو په حقله وويل امنيتي ځواکونو دمومند ايجنسۍ په مختلفو سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه کړي چې پکې 18 جنگيالي وژل شوي او دهغوي 10 ځالې هم تباه کړل شوي دي.
امين وويل په دغو عملياتو کې وژل شوي زياتره جنگيالي دپاکستاني طالبانو دغورځنگ سره تعلق لري.
دسرچينو له مخې دگن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو لخوا تيره ورځ دمومند ايجنسۍ په صافي او بائزۍ سيمو کې دتندلارو په بيلا بيلو ځالو گوله باري شوې ده.
سرچينې وائي دپاکستان دفضائي ځواکونو جنگي الوتکو او دپوځ گن شپ هيلي کاپټرو لخوا دگډو عملياتو په ترڅ کې دصافي تحصيل په ملکانه، کمال خيل او گړهۍ او دبائزۍ په بيدمنۍ،شمشاه او جړوبي ډيرا سيمو کې دتندلارو ځالې په نخښه شوې.
په دغو عملياتو کې د22ؤ جنگيالو دژوبل کيدو اطلاعات هم ترلاسه شوي دي.
همدغه راز دحکومتي سرچينو په وينا يو شمير وسله والو جنگيالو چې دصافي تحصيل په غر ايزو سيمو کې پټ وؤ په بهائي ډاگ سيمه کې يې په حکومتي ودانيو په خودکاره او درنو وسلو سره بريد وکړو.
ددې په ځواب کې امنيتي ځواکونو دبهائي ډاگ کيمپ څخه په مارټرو او توپو سره ځوابي کارروائي وکړه خو دامنيتي ځواکونو او تندلارو ترمينځ په دغه نښته کې دکومې مرگ ژوبلې خبرونه نۀ دي ترلاسه شوي.

XS
SM
MD
LG