لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

مومند ايجنسي : گوله بارۍ کې 28 جنگيالي وژل شوي دي


مومند ايجنسي : گوله بارۍ کې 28 جنگيالي وژل شوي دي
مومند ايجنسي : گوله بارۍ کې 28 جنگيالي وژل شوي دي

د پاکستان په قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې چارواکي وائي د گن شپ هيلي کاپټرو او جيټ الوتکو گوله بارۍ کې 28 جنگيالي وژل شوي دي.
يو مقامي انتظامي چارواکي مقصود امين بهرني خبري اژانس سره خبرو کې وويل دافغانستان دپولې ترڅنگ قبائيلي سيمه مومند ايجنسۍ کې دجمعې په ورځ دپاکستان جيټ الوتکو او گن شپ هيلي کاپټرو څخه دتندلارو شکمنې ځالې په نخښه شوي چې پکې 28 جنگيالي وژل شوي دي.
هغه زياته کړه امنيتي ځواکونو دمومند ايجنسۍ په بيلا بيلو سيمو کې دتندلارو دځالو په ضد فضائي عمليات ترسره کړل چې پکې تر 30ؤ پورې جنگيالي ژوبل شوي هم دي او دهغوي 8ؤ کورونو ته اور اچول شوى.
په سيمه کې دازادو سرچينو څخه ددغو عملياتو او پکې تندلارو ته داوښتې مرگ ژوبلې په حقله معلومات نۀ دي ترلاسه شوي.
بل لوري ته سرچينې وائي دخيبرايجنسۍ په باړه سيمه کې امنيتي ځواکونو سره دنښتې په مهال دوه اولسي وگړي وژل شوي او شپږ نور ژوبل شوي دي.
دسرچينو له مخې دباړې په شلوبر سيمه کې تندلارو دامنيتي ځواکونو په کاروان دمارټرو بريد وکړو چې پکې دوه کسان ووژل شول او شپږ نور ژوبل شول.
دبريد څخه وروستو امنيتي ځواکونو په سيمه کې دلټونې عمليات پيل کړي او ټوله سيمه يې پخپله ولکه کې اخستې ده.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG