په غزې کې د جګړې شپږ میاشتې تېرې شوې خو د اسرایلي ځواکونو په هوايي برید کې د مرستندویه ادارې د کارکوونکو وژنه دا ښکاره کوي چې اسرایل د بشري ناورین د مخنیوي او له شخړې د راوتلو روښانه لار نه لري چې له کبله یې اسرایل په زیاتېدونکي یواځې شوی دی.
د تېرې دوشنبې- ګل په شپه هوایي برید کې چې د ورلډ سنټر کیچن مرستندویه ادارې د شپږو بهرنیو کارکوونکو په ګډون اووه تنه و وژل شول، دې پېښې حتی د اسرایل ځینې نیژدې متحدین هم په غوسه کړي او جګړې د ختمېدو لپاره ورباندې فشار اچوي.
اسرایلي پوځ منلې چې ځواکونو یې دا برید په غلطۍ کړی او د دغو اوو کسانو پر "غیرارادي" وژنه یې بخښنه غوښتې، چې پکې د برتانیې، اسټرېلیا، پولېنډ، امریکایي- کېنېډایي او یو د هغوی فلسطینی همکار شامل وو.
خو د اسریلو پر بخښنې غوښتلو برسېره په بهر کې خبرداری په زیاتېدو دی او د اسرایل په روایتي ملګرو هیوادونو لکه برتانیا، جرمني یا اسټرېلیا کې د خلکو غوسه په غزه کې د اسرایلي عملیاتو خلاف زیاته شوې ده.
د امریکې صدر جوبایډن د خپلو پلویانو تر زیات فشار لاندې دی او ترې غواړي چې دا جګړه باید ختمه شي، بایډن هم وایي چې د مرستندویه کارکوونکو پر موټر برید غوسه کړی دی.
د پنجشنبې- زیارت په ورځ له وزیراعظم نتنیاهو سره په ټیلیفون تر خبرو وروسته سپینې ماڼۍ له اسرایلو وغوښتل چې "د ملکي خلکو د زیان کمولو لپاره دې کلک او ټاکلي ګامونه واخلي" او وایي د امریکې راتلونکی ملاتړ به په غزه کې له عامو خلکو سره د اسرایلو په چلند پورې تړلی وي.
مرستو ته د لاسرسي زیاتوالی
د اسرایل وزیراعظم د جمعې په ورځ د غزې په شمال کې د ایریز سرحدي لارې د خلاصېدو او د اسرایل په جنوب کې د اشدود بند د لنډمهالي استعمال امر وکړ، همدارنګه یې امر وکړ چې د غزې په جنوب کې د کرمین شلوم پولې له لارې دې د اردن مرستو ته لاسرسي زیات کړل شي.
د غزې له تباهۍ سره د دې پټۍ د 2.3 ابادۍ اکثره برخه خلک له خپلو کورونو کډه کېدو ته اړ شوي او اوس د ژوندي پاتېدو لپاره په مرستو ګوزاره کوي، خو په روژه میاشت کې چې مسلمانان روایتي خواړه خوري فلسطیني کډوال ترې محروم وو.
33 کلنه اُم ناصر داهمن دا مهال د خپلې کورنۍ له پینځو کسانو سره د رفح ښار په یو کېمپ کې اوسېږي، هغه وایي "موږ تر روژې مخکې یو څه هیلې لرلې، خو د روژې په لومړۍ شپه مو هغه هیلې په اوبو لاهو شوې".
اُم ناصر داهمن وایي "موږ تر جګړې مخکې ښه ژوند درلود، خو اوس موږ او زموږ خپلوان په محدودو مرستو ګوزاره کوو".
اسرایل حتی د ورلډ سنټرل کیچن مرستندویه ادارې پر کارکوونکو تر برید مخکې هم په سفارتي توګه یواځې شوی وو، ځکه چې د ملګرو ملتونو په عمومي اسمبلۍ کې بیا بیا د بشري ډزبندۍ غوښتنه شوې وه او تر زیات فشار لاندې وو چې باید غزې ته د بشري مرستو رسېدو اجازه ورکړي.
خو اسرایل بیا وایي چې ځواکونو یې په زرګونو د حماس جنګیالي وژلي، د هغوی اکثر د جنګ مرکزونه یې تباه کړي دي او اوس هم د غزې په شمال او مرکز کې په هغو ځایونو کې له جنګیالیو ډلو سره په جګړه بوخت دي چې وایي د جګړې په پیل کې په ظاهر له وسلوالو پاکې اعلان شوې وې.
وزیراعظم بنیامین نتنیاهو تر اوسه پورې د جګړې د تګلارې بدلولو په برخه کې بهرني فشار ته غاړه نه ده ایښې او ټینګار کوي چې حماس اوس هم د اسرایلو لپاره یو خطر دی او باید تر دایمي امن مخکې دا ډله تباه کړل شي.
نتنیاهو د پنجشنبې- زیارت په ورځ له صدر بایډن سره په ټیلیفون تر خبرو مخکې په یروشلم یا بیت المقدس کې د امریکې د ریپبلکن ګوند غړو ته وویل "کامیابۍ ته رسېدونکي یو، بېخي نیژدې ده او د فتحې هیڅ متبادل نه شته" او د نور فنډ د ملاتړ غوښتنه یې وکړه.
د سولې خبرې روانې دي او د یوې داسې کامیابۍ هیلې شته چې کولی شي جګړه ودروي او د یرغمل شویو کسانو خوشي کېدو ته لاره هواره کړي، خو د حماس مشران وايي دوی کولی شي تر اوږدې مودې پورې جګړې ته دوام ورکړي.
جګړې د تېر کال د اکتوبر پر اوومه هغه وخت پیل شوه چې حماس پر اسرایل برید وکړ او د اسرایلي چارواکو په وینا 1,200 کسان یې و وژل او 250 یې یرغمل کړل، چې په یرغملو کې یو څه خوشي شوي، ځینې د حماس په ولکه کې مړه شوي او شاوخوا 100 تنه یې لا هم یرغمل ساتلي دي.
اسرایل د اکتوبر د اوومې د بریدونو په غبرګون کې د حماس خلاف په غزه پټۍ کې جګړه پیل کړې، چې د غزې د روغتیا وزارت په وینا په تېرو شپږو میاشتو کې یې تر 33,000 زیات کسان وژلي او تر اویا زره زیات یې ټپیان کړي دي.
Forum