لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

رویټرز: د طالبانو په ضد نورې مظاهرې شوي


د رویټرز خبري ادارې په دې تصویر کې د جلااباد د مظاهرې حال لیدل کېږي

د افغانستان سر ښار کابل او د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د زیارت، پنجشنبې، په ورځ د طالبانو په ضد نورې مظاهرې شوي دي او رویټرز خبري اداره په خپل رپورټ کې د عیني شاهدینو له قوله وايي په اسداباد کې د مظاهرې په مهال مرګ ژوبله شوي خو دا نه ده معلومه چې دا د ډزو له امله او که د ټېل ماټېل په سبب شوي ده.

رویټرز وايي په سوشل میډیا خپرې یو وډیو کې لیدل کېږي چې په کابل کې د افغانستان د ازادۍ په ورځ کېدونکي مظاهره کې ښځو او سړو د افغانستان بېرغونه پورته کړي او نعرې کوي چې "زمونږ بېرغ، زمونږ شناخت."

رویټرز په خپل رپورټ کې د مطبوعاتو د خبرونو له قوله وايي چې په ځینو مظاهرو کې خلکو د طالبانو سپین بېرغ شلولی دی. د طالبانو ترجمان په دې اړه څه نه دي ویلي.

د کونړ ولایت په مرکز اسداباد کې د رویټرز ترمخه په مظاهره کې مرګ ژوبله شوي خو یو عیني شاهد محمد سلیم ویلي دا نه ده معلومه چې ایا دغه مرګ ژوبله د طالب وسله والو د ډزو او که د ټېل ماټېل له امله شوي ده.

سلیم وویل په سلګونو خلکو د اسداباد په مظاهره کې ګډون وکړو.

رویټرز وویل د ننګرهار ولایت په مرکز جلال اباد او پکتیا کې هم تازه مظاهرې شوي دي.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په جلال اباد کې د افغانستان د بېرغ پورته کولو د لاریون په موقع ډزو کې رویټرز د دریو کسانو د وژل کېدو رپورټ ورکړی دی.

د شورو، چهارشنبې، په ورځ په خوست او اسداباد کې هم مظاهرې شوي وې.

د افغانستان پخواني نایب صدر امرالله صالح چې په ټوېټر ځان د هېواد موقتي ولسمشر بوي د مظاهرو حمایت یې کړی دی، رویټرز وویل. هغه په ټویټر یو پېغام کې وویل هغو خلکو ته سلام دی چې قامي بېرغ یې پورته کړی او د قام د افتخار دپاره ودرېدلي دي.

XS
SM
MD
LG