لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

په بغداد کې د انتخاباتو په سر احتجاج کې د 100 نه زیات کسان زخمیان شوي


د صحت وزارت وویل چې د مظاهرې په مهال 125 کسان زخمیان شول چې زیاتره پکې د امنیتي ادارو غړي وو چې د احتجاج کوونکو په کاڼو ژوبل شوي وو

د عراق سرښار بغداد کې د جمعې په سلګونو کسانو تېره میاشت شویو انتخاباتو د نتېجو په ضد احتجاج وکړو او په دې موقع د احتجاج کوونکو او پولیس په نښتو کې د 100 نه زیات کسان زخمیان شول.

د اېسوسي اېټیډ پرېس خبري ادارې رپورټ وايي په احتجاج کوونکو کې زیاتره د ایران پلوه سیاسي ګوندونو او د مسلح ډلو غړي شامل وو.

احتجاج کوونکو د بغداد "ګرین زون" نومې برخې ته د تګ کوښښ کولو چې پولیس یې د مخه نیولو دپاره د اوښکو ګېس وچلولو، اوبه یې وشېندلې او په مظاهره چیانو یې ډزې وکړې.

مظاهره چیانو پولیس په کاڼو ووېشتلو.

د سخت امنیت دلاندې د بغداد په ګرین زون کې د حکومت دفترې او زیاتره غېر ملکي سفارتخانې موجود دي.

د صحت وزارت وویل چې د مظاهرې په مهال 125 کسان زخمیان شول چې زیاتره پکې د امنیتي ادارو غړي وو چې د احتجاج کوونکو په کاڼو ژوبل شوي وو.

د ای پي د رپورټ ترمخه د عراق وزیراعظم مصطفا الکاظمي امر وکړو چې د جمعې د ورځې تشدد تحقیقات دې وشي.

د رپورټ ترمخه د اکتوبر د میاشت په انتخاباتو کې چې کومو ګوندونو زیاتې چوکۍ بېللي ایران پلوه دي او د ایران په شان د ملایانو د طرز حکومت حمایت کوي خو د مقتدی الصدر د ګوند په شمول نورې شیعه عراقي ډلې یې مخالفت کوي.

دغو ګوندونو د انتخاباتو نتیجو په ضد په ګرین زون کې خېمې لګولي او احتجاجي ناسته یې شروع کړي او وايي کې غوښتنې یې ونه منل شوې نو په تشدد به لاس پورې کړي.

رپورټ وايي دغه ګوندونه په انتخاباتو او د ووټونو په شمېره کې د بې قاعدګیو الزامات لګوي خو په دې لړ کې یې کوټلي ثبوتونه نه دي وړاندې کړي.

ملګرو ملتونو او امریکې د انتخاباتو ستاینه کړې او د وي او ای رپورټ وايي ووټونه بغیر د څه لوی مشکل نه سر ته رسېدلي وو او انتخابات زیاتره د تشدد نه هم پاک وو.

په انتخاباتو کې د 329 چوکیو دپاره ووټونه شوي او د الصدر ګوند پکې 73 چوکۍ ګټلي دي. د رپورټ ترمخه الصدر قام پالی دی، د عراق په سیاسي چارو کې د ایران د مداخلت مخالفت کوي او وايي مغربي ملکونه دې د عراق نه خپل باقي پاتې ځواکونه وباسي.

د الصدر ډله به د نوي حکومت او د نوي وزیراعظم نامزد کولو دپاره کوښښونه شروع کوي.

داسې ښکاري چې احتجاج کوونکي په نوي کابینه کې د ایران پلوه غړو د شاملولو دپاره فشار اچوي خو د جمعې په ورځ الصدر په ایران پلوه ملېشو غږ وکړو چې ځان د بدنامۍ نه د بچ کولو دپاره دې تشدد نه ډډه وکړي.

په 2003 کله چې امریکې د عراق پخوانی امر صدام حسین د اقتدار نه لرې کړو د هغه راهسې د عراق حکومت د اکثریتي شیعه ابادۍ په لاس کې دی.

سني او د عراقي کرد ډلې هم په پارلېمنټ کې د اهم اتحادونو مشري کوي.

XS
SM
MD
LG