لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نړيوالو مشرانو د ماسکو دځانمرگي بريد غندنه کړې ده


د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز په وينا صدر اوباما وائي چې هغه دروس دځانمرگي بريد سخته غندنه کوي او دا يې يو ناوړه گام گرځولى دى.
د سپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز په وينا صدر اوباما وائي چې هغه دروس دځانمرگي بريد سخته غندنه کوي او دا يې يو ناوړه گام گرځولى دى.

د امريکې دصدر براک اوباما او ملگرو ملتونو دعمومي سکتر بانکي مون په شمول نړيوالو مشرانو تيره ورځ دروس په پايتخت ماسکو کې په يو هوائي اډه دترسره شوي هاغه ځانمرگي بريد غندنه کړې ده چې پکې 35کسان وژل شوي وؤ.
دسپينې ماڼۍ وياند رابرټ گبز په وينا صدر اوباما وائي چې هغه دروس دځانمرگي بريد سخته غندنه کوي او دا يې يو غير مؤدبه گام گرځولى دى.
گبز وائي دروس حکومت چې هر رقم مدد او مرستې ته ضرورت لري مونږ يې مرستې ته چمتو يو.
دملگرو ملتونو وياندفرهان حق وائي عمومي سکتر بانکي مون دگل په ورځ په روس کې ترسره شوي ځانمرگي بريد باندې سخته خفه شوى دى.
وياند وائي دملگرو ملتونو عمومي سکتر دبې گناه انسانو په ضد دترسره شوي دغه تشدد څخه دډک بريد غندنه کوي.
دامريکې خارجه وزير هيلري کلنټن هم په روسيه کې دترسره شوي ځانمرگي بريد غندنه کړې ده.
همدغه شان دبرطانيې وزيراعظم ډيوډ کيمرون وائي بايد مونږ ترهه گرو ته دگټې اجازه ورنۀ کړو.
فرانس او جرمني هم دغه ځانمرگي بريد يو بزدلانه عمل گرځولى دى.
دصدر سرکوزي ددفتر څخه جاري شوي بيان کې وئيل شوي دي مونږ دروس حکومت سره دترهه گرو ددغه ظالمانه او بزدلانه بريد له امله ديو والي څرگندونه کوؤ.
دجرمني چانسلره انجيلا مرکل دغندنې پخپل يو بيان کې وئيلي دي په خفگان سره يې خبر ترلاسه کړو چې دماسکو په ډوموډيډو ائر پورټ ترسره شوي بريد کې گڼ شمير خلک مړۀ شوي دي.
دافغانستان صدر حامد کرزي ددفتر څخه جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي دي دگل په ورځ چې په ماسکو کې کوم بريد ترسره شوى په هغې کې نړيوال ترهه گر لاس لري او هغوي دانسانيت دښمنان دي.
حامد کرزي په نړيوالو مشرانو غږ کړى دى چې دنړيوالو ترهه گرو په ضد يو موټى شي او هغوي ته اجازه ورنۀ کړي چې دنورو بې گناه خلکو ژوند واخلي.
دپاکستان صدر اصف علي زرداري هم دگل په ورځ په ماسکو کې دترسره شوي ځانمرگي بريد سخته غندنه کړې او روسيې سره يې ديو والي څرگندونه کړې ده.
دروسيې دصدر دمتري ميدويدوف په نوم خپل پيغام کې صدر زرداري وئيلي دي دبې گناه خلکو په ضد ددغه رقم ترهه گريزو بريدونو جواز نۀ شي پيدا کيدلى او دپاکستان اولس دروسيې خلکو سره خفگان شريکوي.
داسرائيل وزيراعظم بينجمن نيتن ياهو دروسيې دبريد لپاره دنړيوال غبرگون غږ کړى دى.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG