لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کراچۍ : ايم کيو ايم بيرته حکومت کې دورگډيدو اعلان کړى دى


کراچۍ : ايم کيو ايم بيرته حکومت کې دورگډيدو اعلان کړى دى
کراچۍ : ايم کيو ايم بيرته حکومت کې دورگډيدو اعلان کړى دى

د پاکستان مرکزي حکومت څخه جلا شوي ائتلا في گوند متحده قومي موومنټ دجمعې په ورځ يو وارې بيا حکومت کې دورگډيدو اعلان کړى دى.
دغه اعلان ايم کيو ايم وروستو له هغې کړى چې دجمعې په ورځ دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني دسندهـ ايالت په کراچۍ ښار کې دايم کيو ايم مرکز نائن زيرو ته دمرور شوي ائتلا في گوند دپخلا کولو دپاره ورغلى ؤ.
نائن زيرو ته په رسيدلو دوزيراعظم گيلاني تود هرکلى وکړل شو.
په نائن زيرو کې وزيراعظم گيلاني دايم کيو ايم دمشرانو سره خبرې اترې وکړې او هغوي يې يو وارې بيا په حکومتي چوکو کښيناستو ته راوبلل.
وروستو دايم کيو ايم يو مشر او دصوبائي اسمبلۍ غړي رضا هارون دايم کيو ايم له لوري حکومت ته دبيرته ورگډيدلو اعلان وکړو.
متحده قومي موومنټ په يکم جنورۍ دتيلو په نرخونو کې دزياتوالي دپريکړې په ضد احتجاج او دمرکزي حکومت څخه دبيليدلو اعلان کړى ؤ خو دغه گوند په سندهـ کې هم هاغه راز دپيپلز گوند سره په اقتدار کې شريک دى.
نائن زيرو ته له تگ څخه دمخه وزيراعظم گيلاني دجمهوررئيس اصف علي زرداري او دسندهـ دگورنر عشرت العباد سره په بيله بيله توگه وليدل.
دمرکزي حکومت څخه دايم کيو ايم دبيليدو وروستو پيپلز گوند په پارلمان کې خپله داکثريت شميره بائيللې ده او دا مهال وزيراعظم گيلاني دخپل حکومت دژغورنې دپاره دمرورو ائتلا في گوندونو دپخلا کولو دپاره هغوي سره تماسونه نيسي.
دمتحده قومي موومنټ له لوري دواکمن ائتلاف څخه دبيليدو له پريکړې دمخه دجمعيت علماء اسلام په نوم مذهبي گوند هم دخپل يووزير دگوښه کيدو په ضد دواکمن ائتلاف څخه دوتلو پريکړه کړې وه.
ددغه مذهبي گوند مشر مولانا فضل الرحمان دجمهوررئيس اصف علي زرداري څخه پرله پسې غوښتنې کوي چې دجوړجاړي دتگلارې دژغورنې دپاره بايد وزيراعظم گيلاني دخپلې چوکۍ څخه لرې کړي.
وزيراعظم گيلاني له دې وړاندې په هيواد کې دراپورته شوي سياسي کړکيچ دختمولو په غرض دپاکستان تر ټولو سترې اپوزيشن ډلې مسلم ليگ(ن) دصدر او دپنجاب دوزيراعلي شهباز شريف ترڅنگ دمسلم ليگ((ق) دمشرانو سره هم ليدنې کړې وې.
تيره ورځ دمسلم ليگ(ن) مشر ميا نواز شريف يو پريس کانفرنس ته دوينا په مهال وزيراعظم ته ددوؤ اوياوؤ ساعتو مهلت ورکړى ؤ چې په دغه وخت کې بايد واضحه کړي چې دمسلم ليگ(ن) له لوري دورکړل شوې ايجنډې په اساس دانتظامي چارو ښه کولو ته تيار دى که نه؟
دمسلم ليگ(ن) په ايجنډه کې دتيلو نرخونو کې دزياتوالي دپريکړې بيرته اخستل ،په سرکاري ادارو کې ددرغلۍ دمخنيوي دپاره زړۀ پورې گامونه اخستل او دپاکستان دخپلواکۍ دباوري کولو دپاره دگامونو اخستلو غوښتنې شاملې دي.
وزيراعظم گيلاني دزيارت په ورځ قومي اسمبلۍ کې دخپلې پاليسۍ دبيان ورکولو په مهال دتيلو نرخونو کې دشوې اضافې دبيرته اخستلو اعلان کړى ؤ.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG