لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د بې پولې ډاکټرانو طبي مرکز بندیدل په قبایلو یو بل ظلم دی: اخونزاده چټان


پاکستاني چارواکو د کرمې ایجنسې وروسته، غیر دولتي ادارې (اېم اېس اېف) یا د بې پولې ډاکټرانو تنظیم په قبایلي سیمه باجوړ ایجنسۍ کې له کار کولو نه منعه کړیدی.

یادې ادارې به په دغې قبایلي سیمه کې ځايي خلکو ته وړیا طبي مرستې ورکولې او باجوړ ایجنسۍ کې د بندیز وروسته اوس دغه نړیواله مرستندویه اداره د پاکستان په قبایلي سیمو کې نور د کار کولو اجازه نه لري.

په پېښور کې یو حکومتي چارواکي د دغه هسپتال د بندیدو په اړه ویلي، دغه اداره له وړاندې نه د حکومت په منفي فهرست کې وه او له همدې امله د پاکستان کورنیو چارو وزارت دوي ته د کار اجازه یا این او سي نه ده ورکړې.

د روان کال د سپټمبر په ۱۳مه نیټه د فاټا سیکرټریټ چارواکو په قبایلي سیمه کرمه ایجنسۍ کې هم ایم اېس اېف د نور کار کولو نه درولی دی.

د باجوړ ایجنسۍ نه د قامي اسمبلۍ پخوانۍ غړي اخونزاده چټان وي او ای ډیوه ته ویلي د دغه مرکز بندیدو سره به د سیمې زرګونو خلک د صحت د اسانتیاوو نه محرومه پاتې شي او د حکومت نه يې غوښتلي چې په خپله فیصله دې بیا نظر وکړي.

اخونزاده چټان وايي ٫٫ حکومت دې د دغه مرکز د بندیز وجوهات وښايي چې ولې دغه مرکز بندوي. مونږ د پولټیکل انتظامې نه د دغه مرکزونو د غځولو غوښتنه کړې وه خو پرځاې د نورو مرکزونو پرانستلو دوي دغه یو مرکز هم تړي.٬٬

د باجوړ ناواګې کلي یو ځايي مشر جهانزیب د دغه مرکز د بندیز په اړه وي او ای ډیوه ته وايي په دغه سیمه کې غربت ډیر دی او د حکومت دغه فیصله يې په قبایلو ظلم او زیاتی بللی.

ایم اېس اېف په باجوړ ایجنسۍ کې د کال ۲۰۱۳م نه د ناواګۍ په ځايي هسپتال کې ځايي خلکو ته د صحت اسانتیاوې ورکول پیل کړي وو او وروسته بیا د مومندو ایجنسۍ او د نورو نژدې سیمو خلکو هم د دغه هسپتال نه استفاده کوله.

د ناواګۍ په دغه هسپتال کې به په میاشت کې تر ۷۰۰۰ پورې مریضانو وړیا درملنه او پېچکاري یا اپریشنې کیدلې.

د دغه ادارې مشر الیګزنډرو په خپل یو بیان کې په قبایلي سیمو کې افسوس څرګند کړی او زیاته کړې یې ده چې د دغې بندیز سره به د سیمې بی وسه ناروغانو درملنه ختمه شي.

د ایم اېس اېف لخوا خپور شوي بیان کې ویل شوي دغه هسپتال کې د روان کال په لومړیو نهو میاشتو کې د ۴۱ زرو نه سېوا مریضانو علاج شوی، چې د تیر کال په پرتله دغه شمیره ډیره ده. د ادارې بیان وايي په کال ۲۰۱۶م کې په دغه هسپتال کې د ۳۸،۸۶۵ مریضانو علاج ترسره شوی وو.

د ناواګۍ په دغه هسپتال کې روان کال د ۱۱ سو نه د زیاتو ماشومانو زېږون یا ډیلیوريانې شوي.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG