لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

رابرټ مولر رپورټ: صدر ټرمپ څه جرم نه دی کړی، خو سپین هم نه دی


د امریکا مشر سرکاري وکیل یا لوې څارنوال ویلیم بار لخوا د خاص مشیر رابرټ مولر د پلټنو نچوړ یا خلاصه کې وېل شوی نه خو صدر ټرمپ او نه د هغه د انتخابي کمپاېن د ډلې بل یو تن د روس سره په امریکايي انتخاباتو کې د لاسوهنې لپاره څه سازش کړی. دغه خبره د اتوار یا یکشنبې په ورځ د رابرټ مولر د رپورټ په نچوړ کې شوې.

په دغه خلاصه کې د دې پوښتنې چې ایا صدر ټرمپ د رابرټ مولر لخوا کیدونکو پلټنو کې څه لاسوهنه یا مداخلت کړی او که نه، ښاغلي بار ویلي ٫٫ رپورټ دا نه وايي چې صدر ډانلډ ټرمپ څه جرم کړی، خو دغه رپورټ صدر ټرمپ سپین هم نه ګرځوي.٬٬

ویلیم بار د تیرو ۲۲ میاشتو راهسې د روانو پلټنو وروسته تیار شوي رپورټ خلاصه نن د اتوار یا یکشنبې په ورځ خپره کړې. نوموړي دغه خلاصه کانګرس ته هم لیګلې. رابرټ مولر دغه ځانګړی رپورټ د جمعې په ورځ د امریکا انصاف محکمې ته سپارلی وو.

ښاغلي بار د رپورټ په اړه ویلي ٫٫ که څه هم د یو شمیر روسي تنانو لخوا ورته څو څو وارې د مرستو وړاندیزونه شوي، خو داسې هیڅ ثبوتونه نشته چې د ټرمپ د کمپاېن ډلې په اړه څه ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي.٬٬

ښاغلي بار لیکلي داسې پوره ثبوتونه نه دي ترلاسه شوي چې صدر ټرمپ د انصاف په لار کې د خنډوانو جوړولو څه جرم ترسره کړی. د نوموړي په وینا دغه خبره په دې اساس هم نه ده شوې چې ګنې یو موجوده صدر داسې څه کار نه شي کولی.

که څه هم د امریکا سرکاري وکیل ویلي چې صدر ټرمپ په مکمله توګه پاک نه دی خو صدر ټرمپ بیا نن په یو ټوېټ کې لیکلي: ٫٫ هیڅ سازش نه دی شوی، نه څه خنډ جوړ شوی، ټول په ټوله او بشپړه پاکوالی، امریکایان تر ټولو ستر دي.٬٬

صدر ټرمپ وروسته بیا خبریالانو ته ویلي٫٫ دغه پلټنې تر ټولو بې ځایه څه دي چې ما اوریدلي، دا زمونږ د هیواد لپاره یو شرم دی چې دغه هر څه يې ولیدل. دا یو شرم دی چې یو صدر د دې هر څه نه تیریږي. دا د یو صدر د ښکته غورځولو هڅه وه چې ناکامه شوه.٬٬

د ویلیم بار لخوا د رابرټ مولر د پلټنو په دغه خلاصه کې په ډاګه شوې چې د نژدې دوو کالو په دغه پلټنو کې د ښاغلي مولر سره ۱۹ وکیلانو او د اېف بي ایي ۴۰ افسرانو یا اېجنټانو کار کړی، تر ۲۸۰۰ پورې نوټسې يې جاري کړي، تر ۵۰۰ پورې ګواهانو سره يې خبرې کړي او د ۵۰۰ کسانو د لټون وارنټې يې خپرې کړي.

د امریکايي کانګرس یو شمیر غړي چې د ډیموکریټانو تر څنګ ريپبلکنز هم پکې دي غواړي چې ښاغلی بار دې سره د هغه ثبوتونو چې ښاغلي مولر ترلاسه کړي دغه رپورټ په بشپړ یا مکمله توګه خپور کړي.

د کانګرس دغه غړي غواړي چې د ښاغلي بار د خلاصې هغه برخه هم وګوري چې پکې ویل شوي چې صدر ٫٫ پاک نه دی٬٬ که څه هم صدر ټرمپ وايي چې په هیڅ کې هم تورن نه دیګرځول شوی.

د ډیموکریټ د کمېټۍ چیرمین جیري دنېډلر د اتوار په ورځ په یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ مونږ به د امریکا سرکاري وکیل ویلیم بار د کانګرس عدالتي کمېټۍ ته په نژدیو ورځو کې رابلو.٬٬

د کال ٢٠١٦ د امریکې صدارتي انتخابات صدر ډانلډ ټرمپ وگټل خو د هغه د صدارت لومړي دوه کاله د رابرت مولر د تحقیقاتو د سورې لاندې تیر شول. د صدر ټرمپ مخالفین وايي روس په صدارتي انتخاباتو کې د صدر ټرمپ په حق کې لاس وهنه کړې ده خو ډانلډ ټرمپ دا خبره ردوي. هغه په دې لړ کې د تحقیقاتو هم مخالف و.

د حزب اختلاف ډیموکریټک پارټۍ د کانگرس غړو غوښتنه کړې ده چې د رابرټ مولر رپورټ دې عام کړی شي.

د وایټ هاوس ترجمانې سېره سېنډرز د جمعې په ورځ وویل صدارتي ماڼۍ ته نه خو رپورټ وړاندې کړی شوی دی او نه هم ورته په دې اړه څه معلومات ورکړی شوې دي.

رابرټ مولر رپورټ کې څه دي؟

د رابرټ مولر د تحقیقاتو بنیادي پوښتنه دا وه چې آیا د کال ٢٠١٦ د صدارتي ووټونو نه وړاندې د ریپلیکن پارټۍ امیدوار د ډانلډ ټرمپ انتخابي مرستیالانو د روس په ملاتړ داسې ایمېلونه خو نه وو نه افشا کړي چې هدف یې د ډانلډ ټرمپ مخالفې او د ډیموکریټک پارټۍ امیدوارې هېلري کلنټن دریځ کمزوری کول و. دغه اېمېلونه د ډیموکریېټک پارټۍ د نیشنل کمېټۍ څخه غلا شوې وو.

بله پوښتنه دا وه چې آیا ډانلډ یوازې یو خوش قسمته کس وو چې د ډیموکریټک پارټۍ د امیدوارې د بدناموولو کوښښونو ورته گټه ور ورسوله او دا چې آیا ډانلډ ټرمپ د خپل ځان او د نورو مرستیالانو د محفوظ ساتلو دپاره د تحقیقاتو د تباه کوولو هڅې خو نه وې کړي.

د تحقیقاتو په مهال اووه کسانو اعتراف جرم کړی دی چې پنځه پکې د ډانلډ ټرمپ پخواني مرستیالان دي او پنځو ته پکې د قید سزاگانې اورول شوې دي.

په ٣٧ کسانو او ادارو چې زیاتره روسيان دي هم فرد جرم لگول شوی دی.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG