لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پاکستان : د نهم محرم ماتمي جلوسونو لپاره سخت امنيتي تدابير نیول شوی دي


پاکستان : د نهم محرم ماتمي جلوسونو لپاره سخت امنيتي تدابير نیول شوی دي
پاکستان : د نهم محرم ماتمي جلوسونو لپاره سخت امنيتي تدابير نیول شوی دي

د زيارت په ورځ په ټول پاکستان کې دکربلا دشهيدانو په يادکې جلوسونه ويستل کيږي او په دغه مهال په ټول هيواد کې سخت امنيتي تدابير نيول شوي دي.
دخيبرپښتونخوا سرښار پيښور کې دنهم محرم په دوران سخت امنيتي انتظامات شوي دي اؤ ټول پيښور ښار تړل شوى دى .
په بيلا بيلو حساسو ځائيونو اضافي پوليس ځايې پځايې کړل شوي .
په پيښور کې ټولو مهمو بازارونو اؤ حساسو سيمو ته ورغځيدلې لارې په ازغنو تارونو اؤ شگلنو بوجو سره تړل شوي اؤ په سړکونو امنيتي ځواکونه چټک گزمې کوي.
دکراچۍ بيلا بيلو سيمو څخه په سختو امنيتي تدابيروکې ماتمي جلوسونه نشترپارک ته ټوليږي، ددغه ځايې څخه به مرکزي جلوس پخپلو روايتي لارو نمايش چورنگي،ايم اى جناح روډ څخه تيريږي او امام باړې حسينه ايرانيه کارادر باندې به سرته رسيږي.
دجلوس دحفاظت لپاره داوؤ زرونه د زياتو ځانگړو حفاظتي عسکرو په شمول پوليس او رينجرز ځواکونه تعينات کړل شوي دي.
دجيل چورنگي څخه ايم اى جناح روډ پورې دتلونکو راتلونکو گاډو لاره تړل شوې ده.
پوليسو دجلوس په لارو کې دجوړو ودانيو وگړو څخه غوښتنه کړې ده چې بايد دجلوس په مهال دخپلو کورونو څخه نۀ را اوځي.
همدغه شان دپنجاب ايالت سرښار لاهور کې به دنهم محرم مرکزي جلوس دشپې يوولس بجې دنثارحويلۍ څخه اوځي ، چې دبيلا بيلو لارو څخه دتيريدو وروستو به په امام باړې گامى شاه پايې ته رسيږي.
دجلوس دحفاظت لپاره دلسو زرو څخه زيات رينجرزاو پوليس ځواکونه ځايې پځايې کړل شوي دي.
دجلوس دمرکزي لارو په ودانيو سي سي ټي وي کيمرې نصب کړل شوي دي او په سرکاري روغتونونو کې بيړنى وضعيت پځايې کړل شوى دى.
په اسلام اباد کې دنهم محرم جلوس داثنا عشري څخه ووتلو.
دجلوس دحفاظت لپاره اووۀ زره پوليس او مليشه ځواکونه مقرر کړل شوي دي.
دجلوس روايتي لارې دبمونو ناکاره کوونکې عملې پاکې کړي دي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG