لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ايډمرل مولن : پاکستان ته به شمالي وزيرستان کې عمليات پيل کول وي


ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړ ى دى چې اوباما انتظاميه په راتلونکو څوورځوکې په افغانستان کې دروانې جگړې په هکله يو تجزياتي راپور جاري کوي.
ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړ ى دى چې اوباما انتظاميه په راتلونکو څوورځوکې په افغانستان کې دروانې جگړې په هکله يو تجزياتي راپور جاري کوي.

د امريکا د گډو ځواکونو دکميټې مشر ايډمرل مائيک مولن وئيلي دي پاکستان ته به دافغانستان دپولې سره نزدې قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې دترهگرو پر ضد عمليات پيل کول وي خو ددغو عملياتو د وخت فيصله به دپاکستان حکومت پخپله کوي.
د امريکا لوړپوړي پوځي مشرايډمرل مائيک مولن تيره ورځ دپاکستان پلازمينې اسلام اباد ته رسيدلى اؤ دغلته يې دپاکستان لوړپوړو پوځي مشرانو سره ليدنې کړي دي.
دامريکا دگډوځواکونو دکميټې مشر اسلام اباد ته درسيدو وروسته دپاکستان دپوځ سرلښکرجنرال اشفاق پرويز کياني سره ليدلي دي.
دچارواکو وينا ده ددغه ليدنې په مهال دواړومشرانو په افغانستان کې دروانې جگړې او ترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان دهڅو په گډون په بيلا بيلو چارو خبرې اترې وکړې.
ايډمرل مائيک مولن پاکستان ته دغه سفر په داسې حال کې کړ ى دى چې اوباما انتظاميه په راتلونکو څوورځوکې په افغانستان کې دروانې جگړې په هکله يو تجزياتي راپور جاري کوي.
دپاکستان ديو شخصي تيليويزيون له مخې دنهې په ورځ په اسلام اباد کې ميډيا سره دخبرو په مهال دامريکا پوځي مشر هاغه راپورونه رد کړل چې گنې په خيبرپښتونخوا صوبه کې دامريکايي ځواکونو لۀ لوري څه رقم عمليات روان دي.
هغه وويل امريکائي پوځيان دافغانستان پولې ته نزدې دپاکستاني پوځيانو په مرسته هيڅ رقم عمليات نۀ ترسره کوي.
دامريکا پوځي مشر يو ځل بيا دا خبره تکرار کړه چې امريکا دپاکستان خپلواکۍ ته درناوى لري.
هغه په افغانستان کې طالبانو سره دخبرو کولوڅخه هم انکار وکړو خو وئ ويل دافغان ستونزې هوارى په خبرو اترو کې پروت دى.
هغه زياته کړه طالبانو سره دليدنې پريکړه به امريکا يي مشرتابۀ کوي.
مولن وويل دپاکستان او افغانستان لپاره دامريکا دځانگړي استازي رچرډ هولبروک خدمات به ياد ساتلى شي.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG