لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

هند : د ترهگرۍ ويرې ممبۍ چمتوکړې ده


هند : د ترهگرۍ ويرې ممبۍ چمتوکړې ده
هند : د ترهگرۍ ويرې ممبۍ چمتوکړې ده

د هند اقتصادي مرکز ممبۍ ښار کې د جمعې په ورځ وروسته له هغې چمتو والى نيول شوى چې چارواکو ته اطلاع ترلاسه شوه څلور ترهگر دغه هيواد ته ننوتلي او دغلته درخصتيو په مهال دبريدونو پلان لري.
دممبۍ پوليس چارواکو دزيارت په ورځ وئيلي ؤ هغوي گمان کوي دغه کسان په پاکستان کې دغير قانوني ډلې لشکر طيبه سره تعلق لري.
لشکر طيبه په کال 2008م کې دهند په ممبۍ ښار کې ترسره شوؤ بمي چاؤدنو او ترهه گريزوبريدونو کې هم ککړه گرځول شوې وه.
په دغو بريدونو کې خواؤشا 163 کسان وژل شوي وؤ.
تيره ورځ دامريکا په نيويارک ښار کې يو امريکائي محکمې ددغو بريدونو په هکله دتپوس پوښتنو لپاره دپاکستان دحساسې ادارې ائي ايس ائي مشر جنرال شجاع پاشا ته امريکائي محکمې ته دحاضريدو امر کړى ؤ.
خو پرون دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په قومي اسمبلۍ کې غونډې ته دوينا په مهال وويل ائي ايس ائي دهيواد يوه مهمه اداره ده او ددغه ادارې چارواکي امريکائي عدالتونو ته په وړاندې کولو نۀ شي مجبوريدلى.
دممبۍ پوليسو دلشکر طيبې سره دتعلق لرونکو دغو څلورو شکمنو کسانو څخه ديو وحيد جناح خاکه هم جاري کړې او په اولس يې غږ کړى چې کۀ چرې ددغه تن وويني او يا يې په هکله څه اطلاع لري نو پوليس دې خبر کړي.
دممبۍ دجرمونو دپلټنو دڅانگې مشر ديون بهارتي پخپله يوه مرکه کې وئيلي دي مونږ په دغه هکله دبيلا بيلو برخو څخه معلومات راټول وؤ او په دغه هکله کار کوؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

دوکانداران وايي د اختر نه وروسته د سرو زرو قیمتونه زیات شوي
please wait

No media source currently available

0:00 0:03:18 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG