لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيمرون منټر: ډرون بريدونه دپاکستان او امريکا دگډ دښمن په ضد ترسره کيږي


کيمرون منټر: ډرون بريدونه دپاکستان او امريکا دگډ دښمن په ضد ترسره کيږي
کيمرون منټر: ډرون بريدونه دپاکستان او امريکا دگډ دښمن په ضد ترسره کيږي

په پاکستان کې د امريکا سفير کيمرون منټر وئيلي دي دبې پائيلټه جاسوسي الوتکو يا ډرون لخوا ترسره کيدونکي بريدونه دترهگرۍ په ضد دروانې جگړې برخه ده.
ميډيا سره په خبرو کې ښاغلي منټر وويل دډرون لخوا بريدونه دپاکستان او امريکا دگډ دښمن په ضد ترسره کيږي.
هغه وويل دپاکستاني او امريکائي اولس پخپلو کې دنزديوالي لپاره کار کوؤ او هغه دا نۀ گڼي چې گنې پاکستانيان امريکا نۀ خوښوي.
نوموړي وويل ترڅو چې په افغانستان کې دثباتۍ اغيزې په پاکستان کيدلى شي او امريکا په پاکستان او افغانستان دواړو کې پياوړتيا غواړي.
هغه وويل په افغانستان کې دترهه ګرۍ په ضد روانه جګړه کې دپاکستان کردار مهم دى.
امريکائي سفير وويل دسيلاب ځپلو دبحالۍ په عمل کې به برخه اخلو او دنومبر په مينځ کې به دمرستندويه هيوادونو يا ډونرز غونډه کولى شي.
دهغه وينا وه دډو مور يا ترهه گرۍ په ضد دنورو گامونو غوښتنه يواځې دپاکستان څخه نۀ کيږي بلکې ددې مطلب دپاکستان او امريکا لخوا گډ کار کول دي.
هغه وويل امريکا دترهه گرۍ په ضد جگړه کې دپاکستان ملگرتيا کوي او مونږ په افغانستان او پاکستان کې يو شان برياليتوب ته ليواله يو.
ښاغلي منټر وويل امريکا او پاکستان پخپلو کې اوږدې اړيکې لري او غواړو ددواړو هيوادونو ترمينځ ژوره ملگرتيا پاتې شي.
هغه وويل په راتلونکي کال کې واشنګټن ته دصدر زرداري ددورې په مهال ټولې معاملې تر غور لاندې راځي. د امریکا نوي سفېر د ډرون حملو په اړه بیان په داسې حال کې ورکړې دې چې پاکستاني حکومت تل ویلي چې دغه بریدونه د پاکستان خپل واکې پرضد دي . دروان کال دستمبر ددريمې نيټې څخه تر دې مهاله دپاکستان په قبائيلي سيمو ترسره شوؤ د35ؤ څخه زياتو دډرون بريدونو کې خواؤشا 185 کسان وژل شوي دي او پاکستاني ميډيا څو اوونۍ دمخه خبر ورکړى ؤ چې دډرون په دغه شان يو بريد کې دپاکستاني طالبانو يو مهم مشر قاري حسين هم وژل شوى دى

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG