لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کيمرون منټر: ثبوتونه دي چې پاکستان د حقاني شبکې سره اړیکي لري


امریکا د پاکستان په استخباراتي ادارې ایی ایس ایی شکونه لرلو چې د حقاني ډلی او افغانستان کې موجود نورو تندلارو ډلو سره اړیکي لري خو ډیر کم په واضحه توگه داسې ویناوې کوي
امریکا د پاکستان په استخباراتي ادارې ایی ایس ایی شکونه لرلو چې د حقاني ډلی او افغانستان کې موجود نورو تندلارو ډلو سره اړیکي لري خو ډیر کم په واضحه توگه داسې ویناوې کوي

په پاکستان کې امریکا سفیر کېمرون منټر ویلی دي چې واشنگټن سره داسې ثبوتونه دي چې د پاکستان حکومت د حقاني جنگیالي ډلی سره په رابطه کې دی.
ریډیو پاکستان سره يوه مرکه کې اسلام اباد کې د امريکا سفير کيمرون منټر وویل چې په څرگنده ډول د پاکستان او د حقاني شبکې تر مېنځ اړیکي موجودې دي.
نوموړي زیاته کړه چې دغه اړیکي به ختمول غواړي.
امریکا د پاکستان په استخباراتي ادارې ایی ایس ایی شکونه لري چې د حقاني ډلی او افغانستان کې موجود نورو تندلارو ډلو سره اړیکي لري خو ډیر کم په واضحه توگه داسې ویناوې کوي. امریکا او ایتلافي ځواکونه حقاني ډلې باندې تور لگوي چې افغانستان کې په امریکایي او نېټو ځواکونو بریدونو ترشا ده.
پاکستان حکومت تراوسه د امریکایي سفیر د بیان په حقله څه ځواب نه دی ویلی.
د شورو په ورځ د امریکا د دفاع وزیر لیون پېناټا خبردارى ورکړى وؤ چې هيواد به يې پاکستان کې محفوظو ځالو لرونکو تندلارو ته په امريکائي پوځيانو د بريدونو د دوامداره ساتلو اجازت نۀ ورکوي.
ښاغلي پنيټا خبريالانو ته وئيلي وؤ چې د تندرويه ډلې حقاني نيټ ورک افغانستان کې خونړي بريدونه کول او بيا دپولې پورې غاړې محفوظو ځالو کې پټيدل د منلو وړ نۀ دي.
نوموړي زیاته کړې وه چې پاکستان ددغه تندرويه ډلې په ضد کارروايۍ کې ناکامه شوى دى.
څو ورځې وړاندې د امريکې سفير ريان کروکر هم وئيلي وؤ افغان پايتخت کابل کې تر شلو ساعتو پورې روان تيره ورځ دتندلارو لخوا ترسره شوي بريد کې دحقاني نيټ ورک لاس ؤ چې پکې دنيټو هيډکوارټرز، امريکائي سفارت خانه او گڼ شمير مهم هدفونه په نخښه کړل شوي وؤ.
د ښاغلي پېناټا د بیان وروسته د پاکستان د خارجه دفتر وياندې د زيارت په ورځ وئيلي وؤ د پاکستان په خاوره موجودو تندلارو پسې دورتگ په اړه امريکائي خبردارى د ترهگرۍ دمخنيوي د مرستو پر ضد دى.
د پاکستان دخارجه دفتر وياندې تهمينه جنجوعه زیاته کړې وه دوي باور کوي چې دغه څرگندونې د هاغه مرستې سره په ليکه کې نۀ دي چې ددواړو هيوادونو ترمينځ موجودې دي. د القاعده مشر اسامه بن لادن د پاکستان په ایبټ اباد ښار کې د امریکا ځواکونو لخوا په عملیاتو کې د وژنې وروسته دپاکستان او امریکا اړیکې د تاؤتاریخوالی ښکار دي.
امریکایي صدر براک اوباما د کال 2014ء تر اخره پورې افغانستان نه د امريکائي جنگي پوځونو دويستو اعلان کړى او امريکائي چارواکي مني چې افغان ځواکونو ته د سلامتۍ د ذمه وارو په ښې طريقې سره دمنتقلۍ لپاره به هغوي ته دپاکستان دمرستې ضرورت وي

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:57 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG