د پاکستان، سعودي عرب، ترکي او د ایران په شمول ګڼ شمېر اسلامي ملکونو په سویډن کې د قران په بې حرمتۍ د جمعې په ورځ احتجاج وکړو.
په افغانستان کې طالب چارواکو د سویډن د امدادي ادارو هلې ځلې وځنډولې.
سعودي عرب، ایران او قطر د سویډن سفارتي نمایندګان د احتجاج دپاره طلب کړي وو.
په ایران، عراق او لبنان کې د جمعې په ورځ د احتجاجونو انتظام شوی و.
د اسلامي ملکونو د احتجاج نه یوه ورځ وړاندې د سویډن سرښار کې عراقي کډوال د عراق د سفارتخانې سره نژدې د قران نسخه د پښو لاندې کړی و.
د سویډن مطبوعاتو د احتجاج کونکی تن شناخت د سلوان مامیکا په نوم تن کړی چې په مذهب عیسايي دی او په سویډن کې ژوند کوي. هغه د ایران روحاني مشر علي خامنايي او د عراق شیعه مسلک مذهبي مشر مقتدی الصدر په تصویرانو هم پښې راښکلې.
په سټاک هم کې د مظاهرې په رد عمل کې د عراق وزیراعظم محمد شیاع السوداني د سویډن سفیر ته بغداد نه د وتلو امر وکړو او په سټاک هوم کې د عراق ناظم الامور يې بېرته هېواد ته وببللو.
د سفارتي کړکیچ نه څو ګنټې وړاندې مظاهره چیان په بغداد کې د سویډن سفارتخانې ته اور ورواچولو.
په عراق او ایران کې د جمعې د لمانځه وروسته د مظاهرو انتظام شوی و.
د ایران د خارجه وزارت ترجمان ناصر کناني وویل د ایران خارجه وزیر حسین امیر عبداللهیان د قران د بې حرمتۍ په اړه د متحده قومونو مشر ته خط کې ویلي چې د سویډن حکومت به په مسلم نړۍ کې د قهرجن عکس العمل ذمه وار وي.
په لبنان کې شیعه مسلح ډلې حزب الله د جمعې په ماسپښین د احتجاج غوښتنه کړې. د تنظیم مشر حسن نصرالله د زیارت، پنجشنبې، په شپه وډیو پېغام کې غوښتنه وکړه چې مسلمان ملکونه دې د سویډن سفیران ملک بدر کړي. هغه وویل پکار ده چې د جمعې په ورځ مسلمانان وښښي چې څنګه د قران تحفظ کوي.
سعودي عرب او قطر د سویډن سفیران طلب کړي وو او د قران د بې حرمتۍ غندنه یې وکړه.
د پاکستان وزیراعظم شهباز شریف په سټاک هوم کې د قران په ضد د مظاهرې غندنه وکړه او ویې وېل پکار ده چې د اسلامي ملکونو تنظیم او ايي سي د مسلمانانو جذبات په وړاندې کولو او د قران د بې حرمتۍ په مخه نیولو کې کردار ادا کړي. په پاکستان کې مذهبي ډلې غوښتنه کوي چې سویډن سره دې سفارتی تعلقات قطع کړی شي.
اېسوسي اېټېډ پرېس خبري اداره وايي دا دویم ځل دی چې په سویډن کې د قران بې حرمتي وشوه. تېره میاشت مامیکا د لوی اختر په موقع د سټاک هوم تر ټولو لوی مسجد مخې ته د قران څو پاڼو ته اور اچولی و. د دغه احتجاج په ردعمل کې په ګڼ شمېر اسلامي ملکونو کې احتجاجونه راپارېدلي وو.
ای پي وايي د سویډن ایین خلکو ته په عامه ځایونو کې د رای د ازادۍ ضمانت ورکوي او هېواد د ۱۹۷۰ په لسیزه کې د مذهب د سپکاوي په ضد قوانین ختم کړي دي.
یادونه: د دې خبر معلومات د ای پي خبري ادارې نه اخیستل شوي دي