لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

روهینگا مسلمانان به بیرته میانمار ته ځي، د بنگله دیش او د میانماره معاهده


رپورټونه وايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهاهدې نه وړاندې د بنگله دیش خارجه وزیر عبدالحسن محمودعلي د میانمار سرښار نی پیټاو کې د میانمار مشری انگ سان سوچي سره ولیدل
رپورټونه وايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهاهدې نه وړاندې د بنگله دیش خارجه وزیر عبدالحسن محمودعلي د میانمار سرښار نی پیټاو کې د میانمار مشری انگ سان سوچي سره ولیدل

بنگله دیش او میانمار د زیارت، پنجشنبې، په ورځ یوه معاهده لاس لیک کړه چې ترمخه به یې د تشدد دلاسه هیواد پریښودنکي روهینگا مسلمانان بیرته میانمار ته تللی شي. دا خبره د دواړو هیوادونو مامورینو کړی ده.

رپورټونه وايي د دواړو هیوادونو ترمنځ د مهاهدې نه وړاندې د بنگله دیش خارجه وزیر عبدالحسن محمودعلي د میانمار سرښار نی پیټاو کې د میانمار مشری انگ سان سوچي سره ولیدل.

د فرانس خبري اداري ترمخه د بنگله دیش خارجه وزیر وویل معاهده وړمبی گام دی خو میانمار په دې خبره رضا شوی چې روهینگا کډوالو ته به د بیرته تگ اجازت ورکوي. هغه وویل "وس به مونږ (په معاهده عملي) کار شروع کوو."

په میانمار کې د تشدد دلاسه د شپږو لکو نه زیاتو روهینگا مسلمانانو بنگله دیش ته کډه کړې ده.

د بنگله دیش او د میانمار ترمنځ د معاهدې نه یوه ورځ وړاندې د امریکې خارجه وزیر رېکس ټېلرسن ویلي وو د میانمار په رخاین ریاست کې د مسلمانانو خلاف تشدد د نسل کشۍ په زمره کې شمیرل کیدی شي. دا وړمبی ځل دی چې د امریکې خارجه وزارت یا سټیټ ډپارټمنټ د روهینگا مسلمانانو صورتحال ته په دغه نظر کتنه کړې ده.

په یو لیکل شوي بیان کې رېکس ټېلرسن وویل "د موجودو حقایقو د محتاطې څېړنې نه دا خبره واضح ده چې په شمالي رخاین ریاست کې صورتحال د روهینگا خلاف د ریاست نسل کشي ده."

رېکس ټیلرسن د نومبر د میاشت په ١٥ مه نیټه د میانمار دوره کړې وه او هلته یې د ان سانگ سوچي او د میانمار د پوځ مشر جنرل مېن انگ وی اینگ سره کاته وکړل. دخپل سفر په اړه ټېلرسن وویل چې میانمار سره یې د جمهوریت په بحالۍ، په هیواد کې د مفاهمت، امن، اصلاحاتو او په رخاین ریاست کې د کړکیچ ختمولو په لړ کې د امریکې د ملاتړ لوظ وکړو.

ټېلرسن وویل په میانمار کې په تشدد کې د ککړو ذمه وارو خلکو دې احتساب وکړی شي.

د میانمار پوځ په رخاین ریاست کې د خلکو په وژلو او په جنسي تشدد کې دلاس لرلو الزامات رد کړې دي خو ملگرو ملتونو ویلي په رخاین ریاست کې تشدد داسې دی لکه چې تفصیل یې په نصابي کتاب کې ذکر شوی وي.

په رخاین کې د تشدد لړۍ د اکست د میاشت راهسې په داسې حال کې پیل شوه چې روهینگا وسله والو د پولیس په پوسټونو حملې وکړې او په جواب یې د میانمار پوځ عملیات پیل کړل.

د میانمار بودسټ حکومت روهینگا د میانمار د شهریانو په توگه نه تسلیموي او په عامه توگه ورته بنگالیان وايي یا د بنگال ته میانمار ته تللي خلک. خو د بنگله دیش مامورین وايي روهینگا د میانمار شهریان دي او دوي ته بنگالیان ویل غلط دي.

په رخاین ریاست کې د صورتحال په سر انگ سان سوچي د تنقید ښکار شوي ده. په هیواد کې د جمهوریت دپاره د کوښښونو په سر نوبیل انعام گټونکي انگ سان سوچي به په ابتدا کې ویل چې دروهینگا مسلمانانو د صورتحال په اړه غلط معلومات خپرول کیږي.

د انساني حقونو نړي والې ادارې اېمنسټي انټرنیشنل ویلي په میانمار کې د روهینگا خلاف تعصب په تیرو پنځو کلونو کې زیات شوی دی. د روهینگا د بیرته تگ په اړه د بنگله دیش او د میانمار په معاهده خپل دریځ کې ایمنسټي وویل ترڅو په میانمار کې تعصب نه وي ختم شوی روهینگا د بیرته تگ سوڅ هم نشي کیدی. د ادارې یو چارواکي وویل په داسې حال کې چې په میانمار کې د نسل کشۍ دلاسه هره ورځ روهنیگا کډوال د بنگله دیش مخه کوي هیواد ته دوي د بیرته تگ معامله د وخت نه وړاندې خبره ده.

بلخوا ویل کیږي چې د روهینگا مسلمانانو د صورتحال نه د ځان خبرولو په خاطر به د عیسايي ټولنې تر ټولو لوې مذهبي مشر پاپ فرانسس به په اینده هفته کې د بنگله دیش او میانمار دوره کوي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG