لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ملګرو ملتونو، امریکا او اروپايي ټولنې په میانمار کې په مظاهرچیانو د تشدد غندنه کړې


په برما کې د پوځي کودیتا پرضد روانو مظاهرو کې تیره ورځ د پولیسو او امنیتي عسکرو لخوا په ډزو د دوو مظاهرچیانو د وژل کیدو وروسته نن د اتوار په ورځ په زرګونو خلکو بیا د پوځي کودیتا پرضد مظاهرې کړي.

تیره ورځ امنیتي عسکرو د مظاهرچیانود خورولو لپاره د اوښکو بهیونکي ګېسو، د تیزو اوبو او د ربړ د ګولو تر څنګ سمې ډزې هم کړې وې.

د ملګرو ملتونو سر منشي انتونیو ګوټېرس په میانمار کې د مظاهرچیانو پرضد د طاقت د استعمال غندنه کړې او تیره ورځ ناوخته یې په یو ټوېټ کې لیکلي ٫٫ د پرامنه مظاهرچیانو پرضد وژونکې طاقت کارول د دوي ځورول د منلو وړ نه دي.٬٬

د میانمار لپاره د ملګرو ملتونو ځانګړي رپورټ ورکونکي ټام اېنډریوز هم په دغه تازه تشدد یو ټوېټ کړی او لیکلي یې دي ٫٫ په سرښار کې په وژنو ځه ویریدلی یمه په خاصه توګه د یوتنکي هلک په مرګ. څنګه چې واکمنه جنتا په میانمار کې خپل ظلمونه زیاتوي. د اوبو د بوتلو نه د ربړ ګولو بیا اوښکې بهیونکې ګېس او اوس امنیت ساتونکي په پرامنه مظاهرچیانو ډزې کوي. دا لیونتوب دې اوس ختم شي.٬٬

په میانمار کې خیراتي امدادي څانګې د مشر تر مخه د خالي د ورځې په پېښو کې شل تنه ژوبل شوي اود سیاسي بندیانو د معلوماتو ساتلو یوې ډلې تر مخه ۵۶۹ د پوځي کودیتا په سر نیول شوي هم دي.

نن د اتوار په ورځ بیا پولیسو پیژندلی هنر مند لو من هم نیولی چا چې په ینګون کې په مظاهرو کې ګډون کړی وو او د برما پوځ ویلي دا په هغه شپږ پیژندلو کسانو کې یو دی چې د خلکو هڅولو پرضد جوړ قانون لاندې یې د نیولو امر شوی. پوځ په دغه هنرمند تور لګولی چې سرکاري ملازمین یې دې ته هڅولي چې په مظاهرو کې ګډون وکړی. که چرې په هغه دغه جرم ثابت شو نو دوه کاله بند سزا سره مخ کیدی شي. د لومېن په فیس بک خپره شوې یوه ویډیو کې د هغه کور ودانه وايي چې پولیس په ینګون کې د هغوي کور ته ورغلي او هغه یې د ځانه سره بوولی. د لو مین مېرمن ویلي ٫٫ دوي په زوره درواځې پرانستې او هغه يې په زوره د ځان سره بوتلو او دا یې هم وه نه ویل چې هغه چرې بوځي. ما دوي نه شو ودرولی او دوي ماته هیڅ وه نه وېل.٬٬

د امریکا خارجه وزارت ویاند نېډ پراېس هم په برما کې په تازه تشدد اندېښنه ښودلی او په یو ټوېټ کې یې لیکلي امریکا په برما کې دمظاهرچیانو پرضد تشدد کارولو باندې ٫٫ سخته اندېښمنه٬٬ ده. او وړاندې یې لیکلي ٫٫ مونږ د برمان د اولس سره ولاړ یو٬٬

برتانیې بیا ویلي د مظاهرچیانو پرضد تشدد کونکو پرضد د نورو ګامونو اخستو جاج اخلي او د فرانس خارجه وزیر دغه تشدد د نه منلووړ بللی.

د اروپايي اتحاد دخارجه پالیسې مشر جوزف بورېل بیا په یو ټوېټ کې د میانمار په پوځ او امنیتي عسکرو غږ کړی چې په سمدستي‌ توګه دې د عامو خلکو پرضد تشدد بند کړي.٬٬‌٬ امکان دی د اروپايي اتحاد خارجه وزیران به د ګل په ورځ ویني او په برما د ممکنه بندیزونو به خبرې کوي.

په برما کې امینتي عسکرو د مظاهرچیانو پرضد ورځ تر بله سختۍ زیاتوي څوک چې درې اونۍ وړاندې د آنګ سانګ سوچي او نورو لوړ رتبه چارواکو د نیول کیدو پرضد راوتلي. د میانمار پوځ په هیواد کې د یو کال لپاره بیړنی حالت اعلان کړی او د تیر نومبر په میاشت کې شوي انتخاباتو کې یې په لویه کچه شوي درغلي یې د دغې علت ګرځولی. په دغه انتخاباتو کې د آنګ سانګ سوچي نېشنل لیک فار ډېمو کریسي بریا ترلاسه کړې وه.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG