لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

شمالي وزيرستان او خېبر کې فضائي بمبارۍ کې ۳۰ ترهگر وژل شوي


د جمعې په ورځ د ميران شاه په قطب خيلو کې د گن شپ هيلي کاپټرو په بمبارۍ کې د بهر ملکي جنگيالو په گډون ۱۲ ترهگر وژل شوي
د جمعې په ورځ د ميران شاه په قطب خيلو کې د گن شپ هيلي کاپټرو په بمبارۍ کې د بهر ملکي جنگيالو په گډون ۱۲ ترهگر وژل شوي

د پاکستان قبائيلي سيمو شمالي وزيرستان او خېبرايجنسۍ کې پوځ د ترهگرو په پټو ځايونو د جيټ الوتکو د لارې بمباري کرې ، او د پوځ د عامو اړيکو څانگې ائي اېس پي ار په وينا په دغو عملياتو کې۳۰ ترهگر وژل شوي دي .
د ائي اېس پي ار په وينا د ترهگرو په ضد تازه عملياتو کې د افغانستان پولې ته نزدې خېبرايجنسۍ کې د جيټ الوتکو په بمبارۍ کې د ترهگرو دوه پټې ځالې په هدف کړی شوي او ۱۰ ترهگر پکې وژل شوي دي .
شمالي وزيرستان کې د ترسره شوؤ فضائي عملياتو په اړه ائي اېس پي ار وئيلي ، نن سحر د خيسوخېلو په علاقه کې جيټ الوتکو د ترهگر درې ځالې تباه کړي ، او ۱۵ ترهگر يي وژلي دي .
ائي اېس پي ار وايي دغه عمليات په غېرابادو علاقو کې شوي ، او ترهگر په هدف کړی شوي دي .
د جمعې په ورځ د پوځ لخوا وئيل شوي وو ، چې د ميران شاه په قطب خيلو کې د گن شپ هيلي کاپټرو په بمبارۍ کې د بهر ملکي جنگيالو په گډون ۱۲ ترهگر وژل شوي ، او په غټه کچه يي د وسلې تباه کولو وئيل شوي ؤ .
د پاکستان پوځ د تېر اتوار په ورځ د ضرب عضب په نوم شمالي وزيرستان کې د ترهگرو په ضد په پراخه کچه عمليات پېل کړي دي ، چې پکې تراوسه د ۲۰۰ نه زياتو جنگيالو وژل کېدو وئيل شوي دي .
حکومتي او پوځي چارواکي وايي دغه عمليات به د ترهگرو دخاتمې پورې دوامداره ساتلی شي .
بل لور ته د شمالي وزيرستان نه د خلکو د کډو کولو لړۍ دوام لري ، او د ائي اېس پي ار په وينا د جمعې د ورځې پورې ۲۰۰۰۰۰ لاکهه خلک د سيمې نه وتي دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG