لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

پېښور او بنو کې د شمالي وزيرستان د کډوالو رجسټرېشن


په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې د پاکستان د پوځ لخوا د ضرب عضب اپرېشن له کبله د کډوال شوؤ خلکو د رجسټرېشن عمل تراوسه دوام لري ، او نن د خيبرپښتونخوا په سر ښار پېښور کې هم د کډوالو رجسټرېشن پېل کړی شوی دی .

د اېف ډي اېم ای د چارواکو په وينا نن د پېښور په حيات اباد سيمې په کامرس کالج کې د شمالي وزيرستان د کډوالو رجسټرېشن پېل کړی شوی دی ، او پېښور کې به د اندراج دغه عمل د روانې مياشتې د ۱۴م نېټې پورې کيږي .

دغه رنگ چارواکي وايي د بنو په سينټينئل ماډل سکول ، سرکاري کامرس کالج او شوگرمل کې د کډوالو نوم ليکنه روانه ده ، او د روانې مياشتې د ۱۵م نېټې به په بنو کې رجسټرېشن روان وي .

د اېف ډي اېم ای چارواکي وايي د شمالي وزيرستان نه پېښور ، نوښار ، چارسده ، مردان او نزدې نورو ضلعو يا قبائيلي سيمو ته راغلي دي ، د دويې د رجسټرېشن دپاره بيلې بيلې ورځې ټاکل شوي دي .

چارواکي وايي د جولائۍ په نهمه نېټه به د شمالي وزيرستان د دوسلې او گړيوم علاقو د خلکو نوم ليکنه کيږي ، په ۱۰م جولائۍ به د رزمک او شوال ، په ۱۱م نېټه د غلام خان او بيا په ۱۳م او ۱۴م جولائۍ د پاتې نورو سيمو څخه د کډوال شوؤ خلکو اندراج به د پښور د حيات اباد په کامرس کالج کې کولی شي .

دغه رنگ د چارواکو ترمخه په بنو کې به د ميران شاه ، رزمک او ميرعلي کډوال د روانې مياشتې د ۱۵م نېټې پورې ځانونه رجسټرډ کولی شي .

د اتوار په ورځ وزيراعظم نوازشريف ته د شمالي وزيرستان څخه د کډوال شوؤ خلکو په اړه وړاندې کړی شوي رپورټ کې د رجسټرډ شوؤ کډوالو شمېره ۵ لاکه او ۷۲ زره نه زياته ښودل شوې وه ، خو د اېف ډي اېم ای د سرچينو ترمخه د شمالي وزيرستان څخه د راوتو خلکو شمېره اووه لاکه ته رسيږي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG