لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ننګرهار: چاودنې ولسي خلکو او طالبانو ته مرګ ژوبه اړولې


د افغانستان ننګرهار ولایت کې نن مازیګر ترسره شوې چاودنه کې د چارواکو په وینا شاوخوا ۲۰ کسان وژل شوي او ګڼ نور ټپیان شوي.

دغه چاودنه د روداتو ولسوالۍ په یو ښارګوټي کې هغه مهال ترسره شوې کله چې ځايي خلکو او طالبانو د اختر په مهال د اوربند خوشحالۍ لمانځلې.

د ننګرهار والي دفتر وي او ای ته پخلی کړی دغه چاودنه د طالبانو په ګاډي کې پروت یو راکټ د چاودیدو له امله ترسره شوې.

د وي او اشنا خبریال ذبیح الله غازي تر مخه چاودنه د خالي (شنبې) مازیګر پېنځه بجې د روداتو ولسوالۍ غازي امان الله خان ښارګوټي کې ترسره شوې.

د چاودنې په وخت ځايي خلکو او طالبانو د افغان حکومت او افغان طالبانو ترمېنځه د اختر په مهال شوي اوربند خوشحالۍ لمانځلې.

د ننګرهار ولایت د والي ویاند عطا الله خوږیاڼي امریکا غږ ته په دغه برید کې د ۲۰ کسانو د وژل کیدو او د ۱۶ د ژوبل کیدو پخلی کړی. نوموړي ویلي چاودنه هغه مهال شوې کله چې عامو خلکو د طالبانو سره عکسونه اخېستل.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:30 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG