لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

قامي اسمبلۍ د 19م ائيني ترميم منظوري ورکړې ده


قامي اسمبلۍ د 19م ائيني ترميم منظوري ورکړې ده
قامي اسمبلۍ د 19م ائيني ترميم منظوري ورکړې ده

د پاکستان قومي اسمبلۍ دشوروپه ورځ په اکثریت سره د 19م ائيني ترميم بل منظوري ورکړې ده.
له دې وړاندې ددغه بل منظوري د وزيراعظم يوسف رضا گيلاني په مشرۍ د وفاقي کابينې غونډه کې ورکړل شوې وه.
په غونډه کې دائيني اصلاحاتو دکميټۍ مشر سينيټر رضا رباني 19م ائيني ترميمي بل مسوده وړاندې کړه او منظوري يې ورکړل شوه.
يوسف رضا گيلاني دکابينې لخوا دنولسم ائيني ترميم په متفقه توگه منظورۍ باندې کابينې ته مبارکي ورکړې او وئيلي يې دي چې حکومت عدليې ته درناوى لري.
وزيراعظم وويل چې دټولو سياسي گوندونو په مشورې سره ديو کال په موده کې ددوؤ ائيني ترميمونو منظورۍ يو نوى تاريخ رقم کړى دى.
دبل په مختلفو شقونو درايې اچولو په مهال داسمبلۍ غړو په اکثريت سره ددغه بل منظوري ورکړه.
دبل په حق کې 258 او په مخالفت کې يې يواځې يو ووټ واچول شو.
غونډې ته پخپله وينا کې وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وويل دنولسم ائيني ترميم دمسودې تيارۍ لپاره دائيني اصلاحاتو دکميټۍ او سينيټر رضارباني کارکردگي دستائيلو وړ ده.
هغه زياته کړه چې سياسي قيادت دادارو ترمينځ دټکر تاثر ختم کړى دى.
گيلاني وويل چې په تير وخت کې به ديواځيني تن دکرسۍ مضبوطولو لپاره ترميمونه کيدل خو اوس ترميمونه دادارو مضبوطولو لپاره کولى شي.
هغه وويل چې ددغه ترميم سره دانتظاميې او عدليې ترمينځ توله برابره شوې ده.
په دغه موقع په اسمبلۍ کې دوينا په مهال دائيني اصلاحاتو دکميټۍ چئيرمين سينيټر رضا رباني وويل موجوده بل او اتلسم ترميم دملکي ادارو ترمينځ دطاقت توله برابره کړې ده.
هغه وويل دازادې عدليې نه بغير جمهوري سفر نامکمل دى او دعدليې ازادي باوري ورکړل شوې ده.
رضا رباني وويل ټولې ادارې په ائيني حدودو کې کار کوي.
دپاکستان وزيراعظم يوسف رضا گيلاني وينا ده دپارلمان خپلواکۍ سره دادارو احترام باوري شوى دى.
بل لوري ته دمسلم ليگ(ن) پارلماني پارټۍ دنولسم ائيني ترميم دمنظورۍ هرکلى کړى او وئيلي يې دي چې بل دسترې محکمې دفيصلې مطابق دى.
په قومي اسمبلۍ کې دنولسم ترميم دمنظوريدووروستو دوينا په مهال دمسلم ليگ(ن) مشر احسن اقبال وويل پارلمان ثابته کړې ده چې داداروسره ټکر نۀ غواړي او عدليې هم ددې خبرې ثبوت ورکړى چې پارلمان ته درناوى لري.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG