لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان : دنيټو ددوؤ عسکرو پشمول 6 کسان وژل شوي


رپورټونه وائي په دې ورستۍ ورځو کې افغانستان کې د طالبانو په حملو کې اضافه شوې ده
رپورټونه وائي په دې ورستۍ ورځو کې افغانستان کې د طالبانو په حملو کې اضافه شوې ده

افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو وئيلي دي دتندلارو په دوؤ بيلا بيلو بريدونو کې دهغوي دوه عسکر وژل شوي دي.

دنيټو ځواکونو ترمخه جنوبي افغانستان کې دتندلارو په يوه مضبوطه ځاله چې کله ائتلافي ځواکونو دخپلوپښو مضبوطولو هڅه کوله نو په دغه مهال بريد وکړى شو.

يو عسکر دتندلارو بريد او بل دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې وژل شوى، دگل په ورځ دوژل شوؤ دغو عسکرو په اړه نور تفصيلات نۀ دي ورکړل شوي.

ديو رپورټ ترمخه سږ کال افغانستان کې تر دې مهاله دنړيوالو ځواکونو 512 عسکر وژل شوي چې پکې 382 امريکائي پوځيان شامل دي.

اخوا دافغانستان دختيز ولايت لغمان وياند فضل الله پټهان وئيلي دي چې دنهې په ورځ دسړک دغاړې په يوه بمي چاؤدنه کې څلور کسان وژل شوي چې پکې يوه ښځه او يو ماشوم هم شامل دي، په دغه بريد کې دوه کسان ژوبل شوي هم دي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه: په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG