لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: بمي چاؤدنو کې پېنځه امريکائي عسکر وژل شوي دي


افغانستان: بمي چاؤدنو کې پېنځه امريکائي عسکر وژل شوي دي
افغانستان: بمي چاؤدنو کې پېنځه امريکائي عسکر وژل شوي دي

په افغانستان کې ميشت دنيټو ځواکونه وائي د نهې په ورځ په افغانستان کې پېنځه امريکائي پوځيان وژل شوي دي دي.
دنيټو وياند جيمز جج پخلى کړى دى چې دغه څلور امريکائي عسکر په ختيز افغانستان کې دبمي چاؤدنې له امله وژل شوي دي. نېټو بیانیه وایي پېنځم عسکر په سویلي افغانستان کې د طالب جنگیالو په برید کې وژل شوې دی.
راپورونه وائي د دغو پېنځو عسکرو دوژل کيدو سره د جمعې دورځې څخه تر دې مهاله په افغانستان کې داړي گړي بيلا بيلو پيښو کې دوژل شوؤ امريکائي عسکرو شميره 22ؤ ته رسيدلې ده.
دايساف ځواکونو لخوا دورکړل شوې شمير له مخې دجمعې په ورځ په جنوبي افغانستان کې يو، او ختيز کې دوه امريکائي عسکر ول شوي وؤ.
همدغه راز دخالي په ورځ 5 امريکائي عسکر په جنوبي او ختيز افغانستان کې وژل شوي وؤ او دوه امريکائي عسکر داتوار په ورځ وژل شوي وؤ.
دنهې په ورځ په بمي چاؤدنه کې دغه څلور امريکائي عسکر په داسې حال کې وژل شوي چې يواځې يوه ورځ دمخه په جنوبي افغانستان کې هم په دغه رقم بمي چاؤدنو کې د7ؤ امريکايانو په شمول 8 عسکر وژل شوي وؤ.
دعيني شاهدانو وينا ده په قندهار ښار کې په يو بکتربند امريکائي پوځي گاډي هاغه مهال اور ولگيدو کله چې هغه دسړک دغاړې ديو مائن سره ټکر شو چې له امله يې 5 امريکائي عسکر ووژل شول.
ايساف وائي 8م وژل شوى عسکر امريکائي نۀ ؤ خو کاناډائي پوځ وائي دگل په ورځ چې په يو جرمن روغتون کې دهغوي کوم عسکر دټپونو له امله ساه ورکړې او داگست په 22مه نيټه په يو بمي بريد کې ژوبل شوى ؤ.
راپورونه وائي دنورو مياشتو په پرتله په داگست په مياشت کې دافغانستان دننه دسړک دغاړي بمي چاؤدنو او نورو داړي گړي پيښو کې لږ امريکائي پوځيان وژل شوي دي.
دافغانستان دننه دروان کال دجولا ئي په مياشت کې 66 او دجون په مياشت کې 60 امريکائي عسکر وژل شوي وؤ خو په تيرو دريوؤ ورځو کې 14 امريکائي عسکر وژل شوي چې ورسره داگست په مياشت کې دوژل شوؤ امريکائي عسکرو شميره 54ؤ ته رسيدلې ده.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG