لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نېټو وایي افغانستان کې د حقاني شبکې یو ستر مشر نیولې دی


نېټو وایي افغانستان کې د حقاني شبکې یو ستر مشر نیولې دی
نېټو وایي افغانستان کې د حقاني شبکې یو ستر مشر نیولې دی

نېټو ایتلاف وایي د حقاني شبکې یو ستر مشر یې په افغانستان کې دننه نیولې دی. نېټو د خالي په ورځ اعلان کړې دی چې حاجي مالي خان یې د پاکستان پولې ته نزدې ختیځ پکتیا ولایت کې نیولې دی.
نېټو ایتلاف د مالي خان نیول د حقاني شبکې پرضد یو ستره کامیابي گرځولې ده.
نېټو لخوا ویل شوي چې نیول شوې مشر د حقاني شبکې مشر سراج الدین حقاني او بدرالدین حقاني ماما دی.
سراج الدین حقاني د هغې ترهگره شبکې یو لوړ رتبه مشر دی چې د ده پلار جلال الدین حقاني جوړه کړی، او د القاعدې سره نزدې اړیکې لري.
حقاني شبکه په افغانستان کې د امنیت لپاره د ټولو ستر خطر گڼل کېږي.
د امریکا د گډو ځواکونو پخواني مشر مائیک مولن دوه اونې وړاندې په یو بیان کې د پاکستان په استخباراتي ادارې ائي ایس ائي تور لگولې ؤ چې حقاني جنگیالي ډلی سره تماسونه لري ، هم دغه تندرویه ډله امریکا په کابل کې په امریکایي سفارت خانه د برید ذمه واره گرځوي.
د مائیک مولن ددغه بیان وروسته د امریکا او پاکستان اړیکي د تاوتریخوالي ښکار شوي دي

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG