لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

افغانستان: شپږ پوليس او دوه امريکايى وګړي وژل شوي دي


افغانستان: شپږ پوليس او دوه امريکايى وګړي وژل شوي دي
افغانستان: شپږ پوليس او دوه امريکايى وګړي وژل شوي دي

افغانستان کې د ناټو ځواکونو ویلي طالب جنگیالو د شمالي بغلان ولایت کې شپږ پولېس افسران وژلي دي.

د ناټو لخوا خپور کړی شوې بیانیه وایي بريد کوونکو په امنيتي پوسته کې موجود د پوليس افسرانو مرۍ غوڅې کړي او وژلي دي.
همدا راز يو افغان عسکر په ډزو کولو دوه امريکايي وګړي او يوتربيه کيدونکى عسکر وژلى دى.
د افغانستان شمال کې مزارشريف سره نزدې د پوليسو د روزنې مرکز يو افغان عسکر هاغه مهال ډزې وکړې چې مرکز کې پوليسو ته روزنه ورکړل کې ده.
دې پيښه کې دوه امريکايان او يو تربيه کيدونکى عسکر وژل شوي دي.
دملي دفاع وزارت وياند جنرال ظاهرعظيمي ويلي دي چې د دې پيښې څيړنه افغان او ناټو چارواکو په ګډه پيل کړې ده.
تيره اوونۍ هم دافغانستان په هلمند ولايت کې د يو افغاني عسکر په ډزو سره پنځه امريکايي فوځيان وژل شوي وو چې وروستو افغان جمهوررييس حامدکرزى په دغه پيښه د امريکا او ناټو څخه د يو ليک له لارې په دغه پيښه بخښنه غوښتې وه.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG