لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو به د افغان پوځ تربیې لپاره څو زره عسکر افغانستان ته لیږي


ناټو په افغانستان کې د خپل پوځي عملیاتو ختمولو دوه کاله وروستو په دې راضي شوی چې د افغان عسکرو د تربیې او همکارۍ لپاره به خپل نور عسکر افغانستان ته لیږي.

دغه فیصله د ناټو کمانډرانو لخوا شوي هغه خواست وروستو شوی چې دوي غوښتل افغانستان ته دې د عسکرو تربیې لپاره ۳۰۰۰ اضافي عسکر ولیږل شي. په دغه شمیره کې د امریکا لخوا لیږل کیدونکي ۴۰۰۰ عسکر نه دي شامل.

د ناټو سیکټري جنرل جینز سټولټنبرګ نن د پانجشنبې / زیارت په ورځ په برسلز کې د ناټو د دفاع وزیرانو د غونډې وړاندې ویلي ٫٫ ۱۵ غړو هیوادونو ژمنه کړی چې په دغه لړ کې به مرستې کوي٬٬ او تمه يې څرګند کړی نورې ژمنې به هم وشي.

برتانې ویلي دوي به د دغه مقصد لپاره د سلو پورې غیر جنګي عسکر لیږي. د برتانیې د دفاع سیکتر ماېکل فالن په برسلز کې خبریالانو ته ویلي ٫٫ زمونږ نه مرستې غوښتل شوي او دا خبره مهمه ده چې اروپا د دغې ځواب ورکړي. ٬٬

د برتانیې د دفاع سیکتر زیاته کړی ٫٫ په افغانستان کې ترهګرې ډلې اوس هم فعاله دي او دغه ډلې زمونږ او د غربي اروپا لپاره خطر دی.٬٬

اروپايي هیوادونه او کینیډا لا هم د امریکا دفاع سیکتر جم میټس لخوا دامریکا ځواب ته په تمه دي.

امریکايي مشرانو تر اوسه پورې په ښکاره د خپلو عسکرو د شمیرې په اړه څه نه دي ویلي.

د امریکا د ګډو ځواکونو مشر جنرال جوزف ډنفورډ روانه اونۍ په افغانستان کې د امریکايي کمانډرانو سره لیده کاته کړي چې مالومه کړي دوي کوم قسمه پوځي مرستو ته اړتیا لري.

په افغانستان کې د اضافي امریکايي عسکرو لږلو مقصد افغان عسکر د دې جوګه کول دي چې دوي د هیواد امنیتي کنټرول په خپلو لاسو کې وساتي.

د ناټو سیکټري جنرل ویلي د اضافي عسکرو مطلب دا نه دی چې ایتلاف به د طالبانو او نور تندروه ګوندونو پرضدجګړه کې برخه اخلي. ښاغلي سټوټنبرګ زیاته کړی ٫٫ ناټو غواړي د افغانانو په جګړه کې مرسته وکړي چې دوي د خپل هیواد د امنیت پوره ذمه واري واخلي.٬٬

د خپلو خبرو په مهال د ناټو سیکټري جنرال دا خبره منلی چې په افغانستان کې اوس هم یو شمیر ستونزې لکه تشدد او ناارامي شته.

د افغانستان د دفاع وزارت ناېب ویاند محمد رادمنیش د ناټو دغه فیصله ستاېلې او ویلي يې دي افغان عسکرو ته د درنې وسلې کارولو او هوايي پوځ لپاره د تربیې ضرورت وو. ښاغلي رادمنیش ویلي هیواد يې د ترهګرۍ پرضد روانه جګړه کې تر ټولو وړاندې ولاړ دی.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG