لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

جلال اباد : دناټو په اډه دتندلارو بريد کې اته جنگيالي وژل شوي دي


د افغانستان ختيځ ښار جلال اباد په خواؤشا کې دناټو تر استعمال لاندې هوائي اډه باندې طالب جنگيالو دشورو په ورځ سحر مهال يو منظم بريد کړى او چارواکي وائي له بريد وروسته امنيتي ځواکونو سره نښته کې لږ تر لږه اته جنگيالي وژلي دي.

دچارواکو وينا ده طالب جنگيالو لمړى دهوائي اډې په دروازه ځانمرگي موټري چاؤدنه وکړه او له دې وروستو په وړو وسلو او راکټونو سمبالو دتندلارو يوې ډلې اډې ته دننوتلو هڅه او تر 30ؤ منټو پورې يې دنړيوالو ځواکونو سره نښته وکړه.
چارواکي دا هم وائي چې دغه تندلاري اډې ته په ننوتلو کې ناکامه شوي او دنښټې په مهال خواؤشا 8 جنگيالي وژل شوي دي.
په افغانستان کې ميشتو دنيټو ځواکونو په اډه دترسره شوي دغه بريد پخلى کړى او وائي په دغه بريد کې دوه پوځيان ژوبل شوي دي.
دايساف وياند ليفټننټ کماندر لين باکسټر خبريالانو ته وئيلي دي دجلال اباد هوائي ډګر دتندلارو تر بريد لاندې راغلى دى.
په دافغانستان په جلال اباد ښار کې دنيټو په هوائي اډه دغه بريد په داسې حال کې ترسره شوى چې امريکائي جنرال ډيود پيټرياس په افغانستان کې دنيتو کمانډر ټاکل شوى او نوموړي دسختې جګړې رامينځته کيدو خبردارى ورکړى دى.
دطالبانو وياند ذبيح الله مجاهد دنيټو په اډه ددغه ترسره شوي بريد مسؤليت په غاړه اخستى او په دغه بريد کې يې د32ؤ بهرنيو او نړيوالو ځواکونو دوژنې ادعا کړې ده.
دتيرو څو مياشتو څخه دافغانستان په بيلا بيلو سيمو کې داړي گړي په کارروائيو کې اضافه راغلې ده او دجون مياشت دکال 2001ء څخه پيل شوې جگړه کې دائتلافي ځواکونو لپاره تر ټولو زياته خونړۍ ثابته شوې ده.
دجون په مياشت کې دسړک دغاړي بمي چاؤدنو، دتندلارو بريدونو او نښتو کې تر دې مهاله د100ؤ څخه زيات بهرني پوځيان وژل شوي چې پکې زياتره امريکايان دي.
بل لوري ته امريکائي پوځ وائي دافغانستان په ختيز کونړ ولايت کې دالقاعده سره دتړلې يوې تندلارې ډلې دسلگونو جنگيالو سره دامريکائي او افغاني ځواکونو جگړه روانه ده.
دامريکائي پوځ لخوا دجاري کړل شوي يو بيان له مخې داتوار په ورځ په دغه جگړه کې دوه امريکائي عسکر وژل شوي وؤ.
بيان وائي په کونړ کې دغه عمليات دهاغو تندلارو په ضد روان دي چې باور کيږي دجون په 7مه نيټه دسړک دغاړې بمي چاؤدنه کې دوژل شوؤ 5ؤ امريکائي عسکرو په وژنه کې لاس لري.
بيان زياتوي باور کيږي دغه تندلاري دالقاعده سره دتعلق لرونکې حقاني ډلې جنگيالي دي او دهغوي په ضد عملياتو کې خواؤشا 600 افغاني او امريکائي پوځيان برخه اخلي.
ملگري ملتونه وائي دنهې په ورځ دملگرو ملتونو لپاره کارکوونکى يو افغان دافغانستان په پايتخت کابل کې دخپل گاډي دننه وژل شوى ؤ.

ځانګړې ویډیوګانې

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG