لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

کابل : نيټو له تېل وړونکي په سلگونو ټېنکرې سوځول شوي


ځايي چارواکي پخلی کوي چې په دغې ځايې کې به د نېټو او اېساف ځواکونو ته تېل وړونکي ټېنکران ودرېدې ، او هم دغه ټېنکرې سوځېدلي دي .
ځايي چارواکي پخلی کوي چې په دغې ځايې کې به د نېټو او اېساف ځواکونو ته تېل وړونکي ټېنکران ودرېدې ، او هم دغه ټېنکرې سوځېدلي دي .

د افغانستان پلازمينې کابل په لرې پرته سيمه پغمان ضلع کې د نېټو ځواکونو له تېل وړونکو ټېنکرو په اډه باندې د جمعې او خالي په منځنۍ شپه کې وسله وال بريد شوی ، چې له امله يې په ځايي ولاړ نزدې ۴۰۰ د تېلو ټېنکرې سوځېدلي دي .

راپورونه د چارواکو د خلې وايي چې تېره شپه د پغمان ضلعې په ارغندي سيمه کې د تيلو د ټېنکرو په يوه اډه کې اور لگېدلی ، چې له امله يې نزدې ۴۰۰ گاډي سوځېدلي او د دغه ځايي څخه د ۲۵۰ پورې نور گاډي روغ ويستل شوي دي .

د کابل د پوليس وياند حشمت ستانکزي هم پېښه کې د ټېنکرو د سوځېدو پخلی کړی دی ، خو نوموړي په دغې اړه نور تفصيل نه دی وئيلی ، او زياته کړې يې ده چې په دغه ځايې لا د اور مړولو کار روان دی .

ځايي چارواکي پخلی کوي چې په دغې ځايې کې به د نېټو او اېساف ځواکونو ته تېل وړونکي ټېنکران ودرېدې ، او هم دغه ټېنکرې سوځېدلي دي .

د پغمان د ضلعې امنيتي چارواکو ترمخه پېښه کې د مرگ ژوبلې اوختو اندېښنه څرگند کړې ده ، او وئيلي يې دي چې د خالي په ورځ سحر هم په ټېنکرو اور بلېدو ، نو د اور مړولو وروستو به هر څه په ډاگه شي .

چارواکي وايي په ټېنکرو د اور لگېدو علت نه دی مالوم ، چې اور څنگه لگېدلی دی ، خو د طالبانو وياند ذبيح الله مجاهد وئيلي چې د نېټو او اېساف ځواکونو له په تېل وړونکو گاډو يې بريد کړی دی ، او د زاني زيان اړولو ادعا يې هم کړې ده .

تېره مياشت د پاکستان او افغانستان په پوله تورخم باندې افغانستان لوري ته د نېټو ځواکونو له سامانونو وړونکو گاډو باندې هم دغه رنگ بريد شوی ؤ ، او په هغې کې لږ تر لږه ۳۰ سوځول شوي وو .

طالبانو د دغې بريد پړه هم په غاړه اخيستې وه .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG