لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نېټو: مغربي سفارتکاران به اینده هفته د یوکرېن په اړه روسي چارواکو سره خبرې کوي


د امریکې صدر جوبایډن په یوکرېن د روس د یرغل په صورت کې د پوځي ګامونو امکان رد کړی خو د روس صدر ولادېمېر پوټن ته یې ویلي که چېرې روس په یوکرېن کې مداخلت وکړو نو امریکا او اتحادیان به پې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي

روس سره د یوکرېن په مشرقي سرحد د روسي ځواکونو ځای په ځای کېدو په سر راپارېدلي تاوتریخوالي د کموولو په اړه به مغربي سفارتکاران اینده هفته روسي چارواکو سره خبرې کوي.

د بېلجیم په برسلز ښار کې د نېټو د روس کاونسل غوڼدې دپاره د نېټو مشر جېنس سټالټنبرګ د جنورۍ 12 نېټه ټاکلې ده.

روس د یوکرېن مشرقي سرحد سره یو لک ځواکونو ځای په ځای کړي دي او د نېټو اتحادي ملکونو تشویش لري چې روس د شوري اتحاد په دغه پخواني ریاست د یرغل تیاری کوي. روس غواړي چې نېټو به په دغه پوځي اېتلاف کې د شاملېدو دپاره د یوکرېن غوښتنه و نه مني او نېټو به په ختیځ او مرکزي یورپ کې پوځي مداخلت ختم کړي.

په نېټو کې په مجموعي توګه 30 ملکونه دي. د امریکې او د کېنېډي نه علاوه د نېټو 28 نور رکن ملکونه په یورپ کې دي. روسي استازو سره د خبرو د تیارۍ دپاره به د نېټو خارجه وزیران د جمعې په ورځ وډیو کانفرنس کوي.

د امریکې صدر جوبایډن په یوکرېن د روس د یرغل په صورت کې د پوځي ګامونو امکان رد کړی خو د روس صدر ولادېمېر پوټن ته یې ویلي که چېرې روس په یوکرېن کې مداخلت وکړو نو امریکا او اتحادیان به پې سختې اقتصادي پابندۍ ولګوي چې د هغو بندیزونو نه به هم سخت وي چې په کال 2014 کې د یوکرېن په کرایمیا سیمه د روس د قبضې وروسته مغربي ملکونو د ماسکو په ضد لګولي وو.

امریکا یوکرېن ته سپکا وسله او جېولېن نومې مزایل لیږي او وايي یوکرېن یې د خپلې دفاع دپاره استعمالولی شي.

تېره هفته ماسکو وویل په روس د امریکې نوي بندیزوه به د واشنګټن او د ماسکو تعلقات وشلوي.
د نېټو او روس استازو د خبرو نه علاوه به امریکايي او روسي استازي په دوه اړخیزه بڼه په جنیوا کې خبرې کوي او په دې اړه د امریکې د خارجه وزارت ترحمان نېډ پرایس د نهې، سه شنبې، په ورځ وویل امریکې د سفارتکارۍ لارې چارې لټوي او کتل غواړي چې ایا روسي مامورین هم په لړ کې سنجیده دي او که نا؟

د جنورۍ په دولسمه نېټه کېدوونکو خبرو په اړه د نېټو یو چارواکي وویل دوی د دوه اړخیزه مفاداتو د پام لرنې په بنیاد وړاندې تګ غواړي او دا چې نېټو د روس د اقداماتو په اړه تشویش لري.

د روس د خارجه وزارت ترجمانې ماریه ذکروا د دې خبرې تصدیق کړی چې روسي مامورین به په برسلز کې د نېټو چارواکو سره ويني.

یادونه: د وي او ای د دې رپورټ دپاره څه معلومات د ای پي او رویټرز خبرو ادارو نه هم اخیستل شوي دي

XS
SM
MD
LG