لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

ناټو : د پاکستان په خاوره د طالبانو مرکزونه د افغانستان امن ته گواښ


د ناټو سیکتر جنرل ینس سټولټنبرگ وایي، د افغانستان امن او ثبات په لار کې خنډ د پاکستان په خاوره د طالبانو مرکزونه دي.

په برسلز کې خبریالانو سره خبرو کې د ناټو سیکتر جنرل اویل پاکستاني مشرانو سره هرځل خبرو کې يي دا مسئله په گوته کړې ده چې طالب وسله وال دې د دوي د خاورې څخه فعالېتونه کوي.

ښاغلې سټولټنبرگ وايي دا ډیره مهمه ده چې په سیمه کې ټول هیوادونه د افغان ملي یووالي حکومت ته ملاتړ اوښايي او دويي مخالف وسله والو له هیڅ قسم پناه ورنکړي.

د ناټو سیکتر جنرل وايي که په طالب وسله والو دا لارې بندې شوې نو د طالب او نورو ترهگرو ډلو پرضد دا جنگ به ډیرې گټې اومومي.

ناټو افغانستان ته نور پوځیان ليږي

د ناټو سیکتر جنرل د بیلجیم په پایه تخت برسلز کې اویل افغانستان کې به د ناټو عسکرو شمیره د ١٣٠٠٠ نه ١٦٠٠٠ ته به رسوي چې افغان عسکرو له به تربیت او مشوره ورکوي

ښاغلې سټولټنبرگ اویل د دې فیصلې پرشا مقصد یي افغان جگړه کې د راغلي ځنډ ختمول او تندروه طالبانو ته پیغام ورکول دي چې دوي به په مېدان کې جنگ او نه گټي.

هغه وړاندېز وکړو که ترهگر په افغانستان کې گټې کول غواړي نو د مذاکراتو په میز به خبرو ته کيني.

د امریکا د افغانستان لپاره نوې تگ لارې اعلان وروستو طالب ترهگرو په افغان عسکرو خپلې حملې نورې تندې کړي او وايي تر هغې به مذاکراتو ته نه کیني ترڅو چې خارجي عسکر په مکمله توگه د افغانستان څخه وتلې نه وي.


د طالبانو په پټنځایونو د پاکستان دري

د سیکتر جنرل ینس سټولټنبرگ دې خبرو څو ساعته وړاندې د پاکستان خارجه سیکترې میرمن تهمینه جنجوعه د پاکستاني پارلیمان خارجه چارو کمیټۍ وړاندې اورونه کې دا تورونه یو وار بیا رد کړو چې گني ترهگر د پاکستان د خاورې نه خپل فعالیتونه کوي.

ناټو په شمشاد د داعش بريد غندلی

د ناټو سیکتر جنرل ینس سټولټنبرگ اویل چې په کابل کې د شمشاد تلویزیون په دفتر باندې برید نه یوازې په یوې ملکي ادارې باندې برید دی، بلکې پر پرانیستې ټولنې برید هم دی

ینس سټولټنبرګ وویل، چې افغان ځواکونو د شمشماد پر تلویزیون باندې د برید په مهارولو کې خپله کاري وړتیا وښودله او دا برید یې پای ته ورسوه. هغه دا هم وویل چې په افغانستان کې وروستۍ اونۍ سختې وې

نور تفصيل په ویډیو رپورټ کې محمد علمگير وړاندې کوي

NATO video report
please wait
Embed

No media source currently available

0:00 0:02:33 0:00




هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG