لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نيټو د روس پوځي او غيرپوځي مرستې وځنډولې


د نيټو سيکرټري جنرل اندری فوگ راسموسن وئيلي ، هغه ته داسې هيڅ قسمه شواهد په لاس نه دې راغلي چې گنې روس د يوکرين د پولې څخه خپل څواکونه بېرته بيايي
د نيټو سيکرټري جنرل اندری فوگ راسموسن وئيلي ، هغه ته داسې هيڅ قسمه شواهد په لاس نه دې راغلي چې گنې روس د يوکرين د پولې څخه خپل څواکونه بېرته بيايي
د مغربي هيوادونو د دفاع اتحاديي نيټو د کرائيميا روس سره په يوځايې کېدو د احتجاج په توگه د روس هرقسمه پوځي او غېر پوځي مرستو ځنډولو اعلان کړی . د نيټو لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي چې نيټو هېوادونه او يوکرين خپل منځي مرستو ته د ودې ورکولو او د دفاعي معاملو يو بل سره شريکولو باندې هم صلاح شوي دي .
د روس سره د مرستو ځنډولو او يوکرين سره د معاملاتو شريکولو پرېکړه د نيټو خارجه وزيرانو برسلز کې د نهې په ورځ دوه ورځنۍ شورو شوې غونډه کې کړې ده .
د نيټو د خارجه وزيرانو په غونډه کې د يوکرين ، او کرائيميه ـ روس سره د يو ځايې کېدو له کبله په رامنځته شوؤ حالاتو ، او په هغې د دفاعي اتحاد د غبرگون پرېکړه د غونډې د سر خبره ده . تېره مياشت د يوکرين د شخړې رامنځته کېدو وروستو د نيټو هېوادونو په لوړه کچه دا لمړۍ غونډه ده .
د نهې په ورځ دغونډې په لمړي پړاؤ کې د روس د مرستو ځنډولو د اعلان سره په يوه جاري شوې اعلاميه کې وئيل شوي دي ، چې د ضرورت ترمخه نيټو روس سره سياسي اړيکې ساتلی شي .

په دغې اعلاميه کې کرائيميه روس سره يو ځايې کول ناجائزه او غېرقانونه گرځول شوي ، او زياته کړی شوې چې نيټو دغه نه مني .
د نيټو خارجه وزيرانو په روس زور اچولی چې روس د نړيوالو قوانينو احترام وکړي او زر تر زره دې په دې لړ کې گامونه واخلي .
په داسې حال کې نيټو د روس او يوکرين په اړه خپله اعلاميه جاري کړی ، راپورنه وايې له دې څو ساعته وړاندې د روس حکومت يوکرين ته خبرداری ورکړی ؤ ، چې نيټو سره دې د اړيکو زياتولو څخه ډډه وکړي .
د راپورونو ترمخه د نهې په ورځ د روس د خارجه وزير لخوا جاري شوي يو بيان کې وئيل شوي ، چې په تېر وخت کې د يوکرين ـ نيټو ته د نزدې کېدو د هڅو منفي نتيجې مخې ته راغلي دي . بيان کې يوکرين ته خبرداری ورکړی شوی چې هغه دې نيټو سره د اړيکو ټينگولو نه وړاندې د دې نيتجي په نظر کې وساتي .
د نيټو د خارجه وزيرانو غونډه په داسې وخت کې کيږي چې اتحادي هېوادونو يوکرين سره نزدې ملکونو کې پوځي گزمې زياتې کړي او امريکا په پولينډ کې د نورو پوځي مشقونو کولو تيارۍ کوي .
د نيټو د غونډې نه وړاندې د نيټو سيکرټري جنرل اندری فوگ راسموسن خبريالانو سره خبرو کې وئيلي ، هغه ته داسې هيڅ قسمه شواهد په لاس نه دې راغلي چې گنې روس د يوکرين د پولې څخه خپل څواکونه بېرته بيايي .
د راپورونو ترمخه د جرمن چانسلرې انجلامرکل د گل په ورح د روس صدر ولادې ميرپيوټن سره ټيلي فونې خبرې شوي دي ، او د جرمن چانسلرې د دفتر ترمخه روسي صدر مرکل ته وئيلي چې روس د يوکرين د پولې نه خپل پوځونه بيرته غواړي .
روس وئيلي دي چې د گل په ورځ يې د يوکرين د پولې څخه په سلگونو روسي پوځيان بېرته بللي دي ، ولې راپورونه وايې په پوله وس هم په زرگونه پوځيان موجود دي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG