لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د نېټو سېکرېټري جنرل وايي امریکې څرگندونه کړې چې د ایران سره جنگ نه غواړي


د امريکې او ايران ترمينځه تاؤ تريخوالی تېره هفته نور زيات شو کله چې ايران د امريکا يو بې پایلټه ډرون نسکور کړو و چې د ايران له قوله د هېواد د سرحدونو سرغړونه يې کړې وه خو واشنګټن د ايران دغه تور رد کړی او وايي ډرون یې په نړيوالو حدودو کې و
د امريکې او ايران ترمينځه تاؤ تريخوالی تېره هفته نور زيات شو کله چې ايران د امريکا يو بې پایلټه ډرون نسکور کړو و چې د ايران له قوله د هېواد د سرحدونو سرغړونه يې کړې وه خو واشنګټن د ايران دغه تور رد کړی او وايي ډرون یې په نړيوالو حدودو کې و

د ناټو اېتلاف د دفاع وزيرانو په برسلز کې دوه ورځنۍ غونډه وکړه چې د ايران ترڅنګ يې په يو شمير امنيتي کشالو خبرې اترې وکړې.

دغې غونډې ته د امريکې د دفاع موقاتي وزير مارک اېسپر ووېل، "دايران وران کاري يوه داسې نړيواله ستونزه ده چې ډېر هېوادونه اغېزمن کولی شي، په دې کې د جوهري وسلو د جوړولو هلې ځلې، د بېلسټک ميزايلو پروګرام، د ترهګرو مرسته او په بحیره عرب،د هرمز تنگی او خليج عمان کې د سفر په لارو کې خنډان ولاړول د ګردې نړۍ لپاره خطرناک کارونه دي."

د امريکې او ايران ترمينځه تاؤ تريخوالی تېره هفته نور زيات شو کله چې ايران د امريکا يو بې پایلټه ډرون په دې خبره نسکور کړو و چې د ايران له قوله د هېواد د سرحدونو سرغړونه يې کړې وه خو واشنګټن د ايران دغه تور رد کړی او وايي ډرون یې په نړيوالو حدودو کې و.

غونډې ته د ناټو سېکټري جنرل ين سټولټن برګ ووېل، " امريکا دا خبره په ډاګه کړې ده چې دوی جنګ نه غواړي هغوي."

د ناټو سېکرټیري جنل وویل امریکې "دا خبره ښه په ښکاره ډول کړې ده چې د ايران سره بغېر د شرطونو خبرو ته تيار دي، او نن د ټولو اېتلافي ډلو لخوا دا پېغام مخې ته راغلې چې دوي به د دواړو ډلو ترمينځه د خبرو اترو ملاتړ کوي چې داسې کومه بده پېښه يا حادثه وو نه شي چې بيا يې ودرول ګران شي او ټوله سيمه د لوی خطر سره مخ کړي."

د ايران لپاره د امريکا ځانګړي استازي براېن هوک غونډې ته ووېل، "مونږه ټول زور اقتصادي بنديزونو سختولو ته ورکړی ځکه چې دا پاليسي کار کوي، دې سره د دغه رجيم مالي ګټې کمېږي او ورسره په ګرده نړۍ کې د دوي پراکسي جنګونه هم اغيزمن کېږي".

ايران د امريکا لخوا په اقتصادي بنديزونو سختې نيوکې کړې دي چې د ايران اقتصاد ته يې سخت زيآن رسولی دی او د امريکا دغه بنديزونه يې نېغ په نېغه جنګ بللې.

د ايران نایب خارجه وزير عباس عرقچي غونډې ته وویل، "امريکا خپل اقتصادي قوت د وسلې په هېڅ د بنديزونو لګولو لپاره کاروي، وس مونږه يوه نوې اصطلاح لرو چې ګنې ډالر د وسلې په توګه کارول، مونږه نن سبا د دغې وسلې سره مخ يو، دوي د ډالر په زور په نورو هېوادونو خپلې پاليسۍ ورتپي چې ودرول يې پکار دي".

د ايران سره د جنګ ملاتړي په امريکا دننه او هم په بهر نړۍ کې ډېر نه دي، د فرانس صدر مېنول مېکرون اوساکه ته په رسېدو ووېل، "مونږه له په ايران کې د تاؤ تريخوالي کمول پکار دي او هم په کوريا کې داسې پاليسي عملي کول پکار دي چې دغه سيمه خوندي شي".
په امريکا کې دننه هم د ايران په ضد د جنګ ښکاره ملاتړ ډېر کم دی د کانګرېس غړي داسې قانون سازي کوي چې ترمخه به يې د ايران په ضد د پوځي یرغل نه وړاندې به د کانګرېس نه اجازت اخستل ضروري وي.

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG