لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د مسلم ليگ(ن) لخوا دپيپلز پارټۍ ائتلافي حکومت ته 72ؤ ساعتو مهلت


د مسلم ليگ(ن) لخوا دپيپلز پارټۍ ائتلافي حکومت ته 72ؤ ساعتو مهلت
د مسلم ليگ(ن) لخوا دپيپلز پارټۍ ائتلافي حکومت ته 72ؤ ساعتو مهلت

د مسلم ليگ(ن) مشر او د پاکستان پخواني وزيراعظم نواز شريف ميډيا سره خبرو کې ویلي وزيراعظم گېلاني ته به په راتلونکو 72ؤ ساعتو کې د هو يا نا ځواب ورکول وي چې ايا دهغه حکومت دمسلم ليگ(ن) لخوا وړاندې کړل شوې ايجنډې ته په عملي جامې اغوستو متفق دى که نه. د متحده قومي موومنټ لخوا واکمن ائتلاف څخه دبيلېدو وروسته د پيدا شوي سياسي وضعيت جاج لپاره دمسلم ليگ(ن) دمرکزي مجلس عاملې غونډه د نهې په ورځ په اسلام اباد کې وشوه چې پکې دگوند دراتلونکي په حقله په تگلاره غور وکړل شو.
د مسلم ليگ(ن) ايجنډه کې دپيټروليم مصنوعاتو کې د دزياتې اضافې اوسنۍ فيصلې بيرته اخستل، په سرکاري ادارو کې دبدعنوانۍ مخنيوي لپاره موثره گامونه او دپاکستان ازادۍ او خپلواکۍ تحفظ باوري کولو غوښتنې په سر کې دي.
نواز شريف وويل کۀ چرې حکومت ددغه ايجنډې په تکميل کې ناکامه شو نو مسلمليگ(ن) به دحزباختلاف نورو گوندونو ته مراجعه کوي.
هغه په قومي اسمبلۍ کې دوزيراعظم په خلاف دبې باورۍ دتحريک راوړلو په حقله کوم واضحه ځواب ورنۀ کړو.
اوس مهال دپيپلز پارټۍ په مشرۍ دواکمن ائتلاف دغړو شمير 160 پاتې شوى دى او د342ؤ چوکو په ايوان کې دساده اکثريت لپاره ورته لږ ترلږه د172ؤ غړو ملاتړ پکار دى.
نواز شريف دخپلې ايجنډې دنکتو بيانولو په وخت وويل حکومت دې دپيټروليم مصنوعاتو کې اضافه په سملاسي توگه بيرته واخلي، داين ار او په شمول دعدليې په فيصلو دې مکمل عمل درامد وکړي، داليکشن کميشن نوى تنظيم او په سرکاري اخراجاتو کې دې درې فيصده کمى وشي.
هغه وويل دامروزه شيانو په قيمتونو دې قابو موندل کيدو لپاره گامونه واخستل شي،حج اين ايل سي، چين، اگسټا ابدوز، اسټيل ملزاو پنجاب بينک په شمول داسکينډلز روڼ انده پلټنو سره دې مجرمان عدالت ته راوړاندې کړل شي.

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG