لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

د ګډ حکومت جوړولو لپاره د نواز شریف اؤ زرداري لېدنه، دواړه مشران غوڅې فېصلې ته نه دي رسېدلي


File Photo
File Photo

په پاکستان کې د نوي ګډ حکومت جوړولو پسر د پاکستان مسلم لیګ(ن) ګوند د مشر میا نواز شریف اؤ پیپلز ګوند د مشر اصف علي زرداري ترمنځ مذاکرات شوي خو پاکستاني مطبوعات وایي چې دغه مذاکراتو کې دواړه مشران د ګډ حکومت جوړولو پسر اتفاق ته نه دي رسیدلي.

په عیني حال کې پاکستان تحریک انصاف ګوند هم اعلان کړی دی چې په مرکز اؤ دوؤ صوبو کې به د پارلیمان د ازادو غړو په اکثریت خپل حکومتونه جوړوي .

د پاکستان مسلم لیګ (ن) ګوند مرکزي ویاندې مریم اورنګزیب د حکومت جوړولو لپاره د نواز شریف اؤ اصف زرداري ترمنځ د لېدنې پخلی کړی خو ویلي یې دي چې دواړه مشران په دې لېدنه کې کومې غوڅې فیصلې ته نه دي رسېدلي.

پخپل یو بیان کې مریم اورنګزیب ویلي دي چې د مسلم لیګ(ن) اؤ پیپلز پارټۍ له ګډون پرته حکومت نه شي جوړیدلی.

هغې ویلي چې د نواز شریف اؤ زرداري له ملاقات وروسته ښاغلي زرداري د خپل ګوند سره د مشورې لپاره وخت غوښتی خو نوموړې نه ده واضحه کړې چې په دغو مذاکراتو کې په نوي حکومت کې مسلم لیګ(ن) څه برخه غواړي اؤ پاکستان پیپلز پارټۍ د کومو عهدو غوښتنه کړې ده؟

پاکستان کې د قامي او صوبایي اسمبلیو لپاره په اتمه فرورۍ د شوؤ انتخاباتو مکملې نتیجې لا تراوسه نه دي اعلان شوي خو تر دې ساعته چې کومې نتیجې مخې ته راغلي هغې کې د قامي پارلیمان تر ټولو زیاتې 102 څوکۍ ازادو کاندیدانو ګټلې دي چې زیاتره پکې د تحریک انصاف ګوند ملاتړي دي.

پاکستان کې ایين پوهان وایي، که ازاد امیدواران حکومت جوړول غواړي نو ورته به په یو سیاسي ګوند کې شامیلیدل وي خو د تحریک انصاف پلوي ازادو امیدوارانو لا تر اوسه کوم ګوند کې د شاملیدو اعلان نه دی کړی خو زیاتوي چې خبرې یې روانې دي.

همدا شان پاکستان مسلم لیګ د قامي اسمبلۍ 73 اؤ پیپلز ګوند 54 څوکۍ ګټلې دي.

مریم اورنګزیب وایي په مرکز کې په حکومت جوړولو کې ازاد امیدواران یو مهم رول لوبوي خو هغې دعوه کړې ده چې په مسلم لیګ(ن) ګوند پنجاب صوبه کې بیا ددې جوګه دی چې خپل حکومت جوړ کړي. هغې ویلي په اتوار(نن) بیا یو مهم ملاقات کیږي چې پکې به د مسلم لیګ اؤ پیپلز ګوند مشران د حکومت جوړولو په اړه غوڅه پرېکړه کوي.

پاکستاني مطبوعات وایي چې د پیپلز ګوند دننه یو سوچ دا هم دی چې د مسلم لیګ(ن) سره د ایتلاف کولو پځای دې د ازادو غړو سره په ګډه حکومت جوړ کړی شي .

د تحریک انصاف ګوند مشر بېرسټر ګوهر خان پرون یو مطبوعاتي کانفرنس ته په وینا کې دعوه کړې وه چې د دوي ګوند د ازادو غړو په شکل کې په قامي اسمبلۍ کې 170 څوکۍ ګټلې دي اؤ د مرکز تر څنګ به پنجاب اؤ خېبر پښتونخوا صوبو کې هم خپل حکومتونه جوړوي.

بلخوا پخواني وزیر اعظم نواز شریف په پنجاب او مرکز کې د حکومت جوړولو لپاره د نورو ګوندونو مشرانو او ازادو کاندیدانو ته بلنه ورکړې ده.

د پاکستان د الیکشن کمېشن لخوا د یو کاندید د بریا د اعلان وروسته ضروري ده چې ازاد کاندیدان په کوم یو سیاسي ګوند کې شامل شي. خو د تحریک انصاف پلوه ازادو امیدواران به کوم ګوند کې شاملیږي؟ دا لا تر اوسه نه ده معلومه او خلک هم د دغې په تمه دي.

یاد ګوند نن د اتوار/ یکشنبې په ورځ په ګرد هیواد کې د پرامنه احتجاج اعلان هم کړی.

د پاکستان په قامي اسمبلۍ کې 336 سیټونه دي. د 266 سیټونو لپاره نیغ په نیغه انتخابات یا ووټونه کیږي او د ښځو او لږکیو لپاره ځانګړي یا مخصوص سېټونه د ګوندونو د ګټلو سېټونو په حساب وېشل کیږي.

په 266 سېټونو کې په اتمه فرورۍ رایې ورکړل شوي او په یوه څوکۍ د باجوړ د ځوان کاندید ریحان زېب له وژنې وروسته انتخابات ځنډول شوي.

د قامي اسمبلۍ په 266 څوکیو کې 141 ( د نیمايي نه زیاتې) د پنجاب صوبې نه منتخب کیږي، د سېند ایالت نه 61، د پښتونخوا نه 45، بلوچستان نه 16، او د اسلام اباد نه 3 غړي ټاکل کیږي.

پاکستان کې د تازه ټاکنو وروسته د درغلیو او د رایو په شمېرنه کې د درغلۍ د تورونو په سر په هیواد کې خلک او سیاسي کارکونکي احتجاج کوي، بلخوا امریکا، برتانیه او اروپايي اتحاد هم په دغې اندېښنې ښودلي.

Forum

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:58 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 2:00:00 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG