لاس رسیدونکی لینک

Breaking News

نواز شریف او مریم نواز اډیاله جیل ته لیږل شوي


د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر میا نواز شریف او د هغه لور مریم نواز په لاهور کې د نیول کیدو وروسته اسلام اباد ته رسول شوي او پاکستاني مطبوعات وايي دا مهال اډیاله جیل ته رسول شوي.

نواز شریف او د هغه لور تیر ماسخوتن لاهور ته د رسیدو سمدستي وروسته د احتساب قامي ادارې د چاروکو لخوا نیول شوي او د رپورټونو تر مخه په یوه وړه الوتکه کې اسلام اباد ته لیږل شوي.

اسلام اباد ته د رسیدلو وروسته د پاکستاني مطبوعاتو په رپورټونو کې وېل شوي وو چې امکان دی دواړه جدا جدا وساتل شي. خو د اخېري رپورټونو تر مخه نواز شریف او لور يې اډیاله جیل ته لیږل شي.

د پاکستان یو شمیر مطبوعات وايي پخوانی وزیراعظم او دهغه لور د طبعي معاېنې لپاره اډیاله جیل ته لیږل شوي خو د دغه هیواد د انګریزۍ ژبې ورځپاڼه ډان بیا لیکي چې دواړه اډیاله جیل ته استول شوي. په اډیاله جیل کې د نواز شریف زوم او د مریم نواز مېړه د وړاندې نه بندي دی.

د لاهور نه د وي او ای خبریالانواو د پاکستاني میډیا د رپورټونو ترمخه نواز شریف او د هغه لور مریم نواز د لاهور په هوايي ډګر د کوزیدو وړاندې د احتساب قامی ادارې غړي په هوایي ډګر ولاړ وو چې دغه دواړه ګرفتار کړي.

رپورټونه زیاتوي امکان دی د پاکستان پخوانی وزیراعظم او د هغه لور د اسلام اباد هوايي ډګر نه اډیاله او یا اټک قلا ته ولیږل شي.

د میا نواز شریف زوم کېپټن صفدر د وړاندې نه د پېنډۍ په اډیاله جېل کې بندي دی.

د پاکستان یو شمیر میډیايي رپورټونو تر مخه د نېب چارواکو د نواز شریف او مریم نواز نه د دوي پاسپورټونه هم قبضه کړي.

د مسلم لیګ (ن) ډلې مشر او پخوانی وزیراعظم نوازشریف د لندن نه ابوظهبي ته په وخت رسیدلي وو خو په ابو ظهبۍ کې بیا د دوي الوتکه د دوو ساعتو پورې اېساره شوې وه. نواز شریف او لور يې د پاکستان په وخت د ماسخوتن ۸:۴۸ بجې لاهور ته رسیدلي.

نوازشریف اؤ دهغه لور مریم نواز ته روانه اوونۍ دپاکستان داحتساب محکمې دهیواد نه دباندې د ناجائزه شتمنیو لرلو په تور په ترتیب سره د ۱۱ؤ اؤ اتوؤ کالو دبند سزا اوریدلې ده.

د سزا اورؤلو په وخت نوازشریف اؤ لور یې مریم نواز په لندن کې د نوازشریف د ناروغه میرمنې د پوښتنې دپاره موجود وؤ اؤ اوس هغوئ پاکستان ته د ګرفتارۍ ورکولو دپاره راروان شوي دي.

د نوازشریف د هرکلي دپاره دهغه د ګوند په زرګونو خلک د هیواد دبیلابیلو برخو نه د لوهور په لوري کوچیدلي خو سرچینې وایي چې د پنجاب پولیسو د لاهور هوایي ډګر ته غځیدلې ټولې لارې تړلي اؤ په لاهور ښار کې یې دموبائیل فون خدمات هم ځنډولي دي.

پاکستاني میډیا وایي چې دپنجاب لنډمهاله حکومت د مسلم لیګ د یو شمیر مهمو مشرانو د نظارت لاندې د ساتلو امر هم کړی ترڅو هغوئ د نوازشریف هرکلی ته د جلوسونو ور وستولو نه ایسار کړي.

دپاکستان دحساب کتاب دملي ادارې یا نیب ویاند وائس اف امریکه ته ویلي نیب د نواز شریف اؤ مریم نواز د نیولو دپاره یې خپله ۱۶ کسیزه ډله په هوایي ډګر چمتو ودرولې ده اؤ ددې ترڅنګ یې په اسلام اباد هوایي ډګر هم دوه ډلې ودرولي.

سرچینې وایي د نوازشریف اؤ د هغه د لور د نیول کیدو کوریج دپاره سم دسیمه ییزې اؤ نړیوالې میډيا خبریالان لاهور ته رسیدلي چې دهغه د هیواد ته د رارسیدلو اؤ نیول کیدو ټول احوال به نیغ په نیغه نړۍ ته ښایي.

دنوازشریف لور مریم نواز هیواد ته د راستنیدلو په مهال دجهاز نه د نوازشریف یوه ویډیو هم پخپل ټوئټر خپره کړې چې په کې نوازشریف ویلي پاکستان اوس په یو فیصله ییز موړ ولاړ دی ،دهغه څخه چې څه کیدی شول وئ کړل اؤ اوس دې اولس خپل فرض پوره کړي.

XS
SM
MD
LG