لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف: دپاکستان نه به دهميشه دپاره دترهگرۍ کېنسرختموؤ


نوازشريف زياته کړه پاکستان د غربت ، ناخواندگۍ ، ترقياتي کارونو او معاشي ستونځو سره مخ دی ، او دغه ستونځې هوارولو ته اړتيا لري .
نوازشريف زياته کړه پاکستان د غربت ، ناخواندگۍ ، ترقياتي کارونو او معاشي ستونځو سره مخ دی ، او دغه ستونځې هوارولو ته اړتيا لري .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف عزم څرگند کړی چې په قبائيلي سيمه شمالي وزيرستان کې به د ترهگرۍ په ضد ضرب عضب اپرېشن په کاميابۍ سرته رسول کيږي ، او د ملک څخه به د همېشه دپاره د ترهگرۍ کېنسر ختمولی شي .

په کراچۍ کې د اتمې څلور ورځنۍ نړيواله دفاعي وسلو د مېلې (ائيډياز۲۰۱۴م) د پرانستې دستورې په وينا کې وزيراعظم نوازشريف ووئيل ، د کوم ازاد رياست دپاره لمړۍ ترجيح خپلواکي او سلامتي وي ، او هر هيواد د خپلې سلامتۍ او بقا دپاره د هرقسمه خطرې مخنيوي ته ځان تيار ساتي .

هغه ووئيل پاکستان د خپلې جغرافيي له کبله د نورو هېوادونو په پرتله د زياتوچېلنجونو سره مخ دی ، او د سوړ جنگ وروستو حالات نور پيچيده شوي دي ، خو نوموړي زياته کړه پاکستان د کمو وسائيلو باوجود خپل دفاعي صنعت ته وده ورکوي ، او پاکستان نن د جديد دفاعي صلاحيت لرونکي هيواد دعوه کولی شي ، ځکه چې جديد دفاعي نظام لري .

" مونږ په ضرب عضب اپرېشن کې بوخت يو چې په کاميابۍ يې سرته ورسوؤ او د ترهگرۍ د کېنسرنه به پاکستان د همېشه دپاره خلاص کړو " .

نوازشريف زياته کړه پاکستان د غربت ، ناخواندگۍ ، ترقياتي کارونو او معاشي ستونځو سره مخ دی ، او دغه ستونځې هم هوارولو ته اړتيا لري .

مطبوعاتو سره خبرو کې نوموړي د پاکستان د دفاعي پېداوار ستائينه وکړه ، او وي وئيل پاکستان بهر هيوادونو ته هم وسله ليږي .

" مېلې ته راغلي بهرملکيان د پاکستان جوړو وسلو ته په کتو حېران دي ، چې پاکستان کې داسي وسلې هم جوړيږي " .

هغه زياته کړه پاکستان د اعلي معيار او د مغربي هيوادونو د معيار وسلې جوړوي ، او بيعې يي هم د بهرنو وسلو نه کمي دي .

د کراچۍ په ايکسپوسنټر کې د دفاعي وسلو او نور سازوسامان څلور ورځنۍ مېله چې نن د گل په ورځ پېل شوې ده ، ډائريکټر جنرل ايکسپورټ پروموشن ارگنائزېشن مېجرجنرال اغا مسعود دستورې ته د مېلې تفصيل وړاندې کړو ، او وې وئيل چې په دغه دفاعي مېله کې د پاکستان د ۷۷ کمپنو په گډون ۳۳۳ کمپنۍ بهرنۍ کمپنۍ گډون کوي ، او د بهر هيوادونو نه ۸۸ پړاوي هم راغلي دي .

په دغې مېله کې چې د پاکستان جوړې جنگي الوتکې ، ټېنکونه او د ميزائيل الوزولو کشتۍ هم ودرول شوي دي ، روس پکې په لمړي ځل گډون کوي ، او په نورو هيوادونو کې د ترکي او چين زياتې وسلې نندارې ته وړاندې کړی شوي دي .

هېلو وي او اې په ټي وي

هېلو وي او اې په ټي وي
please wait

No media source currently available

0:00 0:59:56 0:00

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:58 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG