لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف به د سارک غونډې په مهال د هندگاډی نه کاروي


د وزيراعظم هاؤس سرچينو د دغې خبرې پخلی کړی ، خو په دغې اړه يي د نور تفصيل ورکولو نه ډډه کړې ده .
د وزيراعظم هاؤس سرچينو د دغې خبرې پخلی کړی ، خو په دغې اړه يي د نور تفصيل ورکولو نه ډډه کړې ده .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف د سويلي ايشيا هيوادونو د علاقايي تنظيم سارک د مشرانو د غونډې په مهال د هند لخوا د ورکړی شوي ، بلټ پروف گاډي د کارولو نه انکار کړی دی .

پلازمينه اسلام اباد کې د وزيراعظم هاؤس سرچينو د دغې خبرې پخلی کړی ، خو په دغې اړه يي د نور تفصيل ورکولو نه ډډه کړې ده .

په ۲۶م نومبر نيپال کې د سارک هيوادونو د مشرانو دوه ورځنۍ غونډه ټاکل شوې ده ، او د غونډې په مهال د هند لخوا نيپال ته د مېلمنو دپاره بلټ پروف گاډي لېږل شوي دي .

خو د پاکستان لخوا وئيل شوي ، نوازشريف به د هند ورکړی شوی گاډی په استعمال کې نه راولي ، او د دغسې کولو کوم علت هم نه دی ښودل شوی .

د راپورونو ترمخه وزيراعظم نوازشريف دپاره به نيپال کې د سارک مشرانو د غونډې په مهال پاکستان خپله د گاډي انتظام کوي .

د پاکستان د قامي اسمبلۍ د بهرنو امورو د قائمه کمېټۍ مشر سردار اوېس احمد لغاري وائس اف امريکا ته وئيلي ، دا کومه غېر معمولي خبره نه ده .

هغه وئيلي ، د نړۍ د څو هېوادونو لخوا د دغسې مشرانو د غونډو په مهال يا د نورو ملکونو په دورو کې د خپلو ملکونو څخه لېږل شوي گاډي په استعمال کې راولي .

او سردار اوېس احمد لغاري وايي د پاکستان په اړه د هند تازه رويي ته په کتو دا پرېکړه نامناسب نه ده .

د هند لخوا په دغې اړه کوم غبرگون مخې ته نه دی راغلی .

د پاکستاني چارواکو لخوا په وروستو کې داسې بيانونه هم مخې ته راغلي دي ، چې اسلام اباد د نوي دهلي سره خبرې کول غواړي خو د دې دپاره به کوم شر طونه نه شي قبلولی .

د يادونې ده چې هند د اگست په مياشت کې د پاکستان سره د خارجه سيکرټريانو په کچه کېدونکي مذاکرات ځنډولي وو ، او د هغې علت د مذاکراتو نه وړاندې په دهلي کې د کشميري بېلتون خوښو مشرانو سره د پاکستاني هائي کمشنرسره ليدنه وئيل شوې وه .

په ورستو اوونو کې د پاکستان او هند ترمينځ په پوله تاؤ تريخوالي هم د دواړو هيوادونو اړيکې ترينگلې کړي دي . او د کشمير وېشونکې کرښې لائن اف کنټرول او ورکنگ باؤنډرۍ باندې د دواړو ملکونو د سرحدي ځواکونو ترمينځ د ډزو په تبادله کې څو کسان وژل شوي وو.

د سارک مشرانو غونډه کې د پاکستان ، هند ، سري لنکا ، بهوټان ، افغانستان ، بنگله دېش ، او مالديپ مشران گډون کوي .

د سويلي ايشيايي هيوادونو تنظيم ٫٫ سارک ٬٬ په ۱۹۸۵م کې جوړ شوی ؤ ، او په دغې تنظيم نيوکې هم کيږي چې د جوړېدو وروستو دغې تنظيم په علاقايي سطح کوم د ستائنې وړ کار نه دی کړی ، او وئيل کيږي د پاکستان او هند ترمينځ تازه تاؤ تريخوالی سږ کال کېدونکي د سارک مشرانو غونډه باندې اثرانداز کېدی شي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG