لاس رسیدونکی لینک

تازه خبر

نوازشريف وايي زما د پلان "ډي" مطلب ترقي ده


نوازشريف وايي ، زما په ډکشنرۍ کې د تباهۍ والا "ډي" نشتی او د تباهۍ والا ډي د پلان نه دې الله دغه ملک محفوظ وساتي .
نوازشريف وايي ، زما په ډکشنرۍ کې د تباهۍ والا "ډي" نشتی او د تباهۍ والا ډي د پلان نه دې الله دغه ملک محفوظ وساتي .

د پاکستان وزيراعظم نوازشريف وايي زما د پلان "ډي" مطلب ملک ته ترقي ورکول دي ، او تحريک انصاف د پلان "ډي" مطلب د ملک تباه کول دي .

وزيراعظم نوازشريف دغه خبره نن د گل په ورځ د پنجاب صوبې په چکوال سيمه کې د اسلام اباد او لاهور ترمينځ د موټروی د بيا روغونې د پرانستې دستورې ته په وينا کې کړې ده .

نوموړي وئيلي په ملک کې به د ترقۍ عمل روان وي ، او احتجاج کوؤنکې پارټي به دغې عمل ته په لار کې خنډ جوړ نه شي . هغه وئيلي د ترقۍ په لار کې خنډان جوړول د حکومت په لار کې نه دي بلکې د ملکي ترقۍ مخه نيول دي .

هغه زياته کړه زما په ډکشنرۍ کې د تباهۍ والا "ډي" نشتی او د تباهۍ والا ډي د پلان نه دې الله دغه ملک محفوظ وساتي .

نوازشريف دغه خبرې په داسې مهال کړي چې د عمران خان په مشرۍ نن د پاکستان تحريک انصاف ډلې لخوا په لاهور کې احتجاجي دهرنې روانې دي ، او ښار بند کړی شوی دی .

عمران خان د پلان "سي" لاندې د ملک د غټو ښارونو بندولو وئيلي ، اواعلان يې کړی ، پلان "ډي"به د دې نه ډېر خطرناک وي .

نوازشريف خپله وينا کې په تحريک انصاف ډله نيوکې کړي ، او وئيلي يي دوي ملک ته ترقي ورکوي او هغويي يې په لار کې خنډ جوړيږي .

نوموړي زياته کړې په ملک کې د نورو ترقياتي کارونو منصوبې لري ، او ډېر زر به د کراچۍ او لاهور ترمينځ په موټر وی باندې هم کار پېل شي ، هغه وئيلي د موټروی څنگ ته ځايي په ځايي د صنعتي علاقو جوړولو پلان هم لري .

نوازشريف د حکومت لخوا د پلان شوؤ او روانو يو شمېر نورو ترقياتي پروژو يادگېرنه کړې ، او وئيلي يي دي چې کله هم منصفانه انتخابونه شوي دوي گټلي دي .

هغه وئيلي دويې به د کال ۲۰۱۸م په انتخابونو کې خلکو ته د ترقياتي کارونه سره ځي ، او دهرنو والا به خلکو ته د دهرنو ، اړي گړي او په پارليمنټ د حملو خبره وړي .

بي بي شیرینه

بي بي شیرینه – په ټیلې ویژن
please wait

No media source currently available

0:00 1:59:59 0:00

Recommended

XS
SM
MD
LG